اطلاعات روز: د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت وايي چې پاکستان نه دی توانېدلی په افغانستان کې د ټي ټي پي د شتون په تړاو کوم «سند» وړاندې کړي.
د طالبانو د پوځ لوی درستیز نن (چهارشنبه، ۷ د وږي) په کابل کې د يوه خبري کانفرانس پر مهال په افغانستان کې د ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان د شتون په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې هیڅوک نشي کولای، ثابته کړي چې دا ډله د افغانستان په يوه برخه کې «مرکزونه» لري.
ده ويلي چې تحریک طالبان پاکستان په هغه هیواد کې «څرګند» حضور لري او ځیني سیمې يې هم تر «واک» لاندې دي او له هماغه ځایه د پاکستان پر خلاف خپل بریدونه پلانوي.
د طالبانو د پوځ لوی درستیز ټینګار کړی: «ټي ټي پي نه په افغانستان کې مرکز لري، نه شته او نه هم له دې ځایه تمویل او تجهیز کېږي.»
ده همدا راز ويلي چې اړینه نه ده چې پاکستان خپله «کمزوري» او «ضعف» بیا – بیا پر طالبانو تاوان کړي.
د پاکستان په پنجاب ایالت کې د وسلوالو تر خونړیو بریدونو وروسته د دې هیواد لومړي وزیر شهباز شريف يو ځل بيا ويلي چې تحریک طالبان پاکستان داسې بریدونه د افغانستان له خاورې پلانوي.
پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم داسې ادعاوې کړې وې چې ټي ټي پي د افغانستان په خاوره کې ده او له طالبانو یې غوښتي و چې د دې ډلې مشران دې ونيسي او ورته تسلیم دې کړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار کمیټې په راپور کې هم ويل شوي و چې ټي ټي پي د القاعدې په څېر له نورو ترهګرو ډلو سره یو ځای په افغانستان کې تمریني مرکزونه لري او واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې دا ډله نوره هم پیاوړې شوې ده.