اطلاعات روز: په ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ماشومانو پر سر د رامنځته شوې شخړې له امله یو ځوان وژل شوی دی.
د سیمې یو اوسیدونکی عبدالرحمن وایي، چې دغه پېښه تېر ماښام (چهارشنبه، ۷ د وږي) د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند «وزیرو پیره خیلو» سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د ماشومانو د جنجال له کبله رامنځته شوې چې پر مهال یې د اکرام الله په نامه یو ځوان په ډزو وژل شوی دی.
سرچینه زیاتوي یادو کورنیو له دې وړاندې هم خپلمنځي شخړې کړې وې، خو د کلیوالو له لوري یې روغه جوړه شوې وه.
ننګرهار کې تراوسه طالب چارواکو د یادې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
خوږیاڼي د ننګرهار یوه له هغه ولسوالیو څخه شمیرل کېږي چې ډیری اوسیدونکي یې طالب پلوه دي او له دې وړاندې هم په کې د شخصي او کورنیو ترمنځ د شخړو له امله ځینې کسان وژل شوي او یو شمېر بیا ټپیان شوي هم دي.