اطلاعات روز: د اسلامي همکاریو د سازمان د وزیرانو شورا په پنځوسمه غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقی ویلي، چې له دغه ډلې څخه «په غیر منصفانه ډول د رسمیت مشروع حق اخيستل شوی دی».
هغه په دې غونډه کې چې پرون په کامرون کې ترسره شوه، ویلي چې د امریکا متحدو ایالتونو له لوري د افغانستان د میلیاردونو ډالرو شتمني کنګل شوې او پر افغانستان غیر عادلانه اقتصادي بندیزونه لګول شوي دي.
متقي ویلي، چې له طالبانو څخه د «رسمیت مشروع حق» او «په نړيوالو تخصصي سازمانونو کې ترې د استازيتوب غيرقابل انکار حق» اخيستل شوی دی.
هغه زیاته کړې چې طالبان د يوې منظمې تبليغاتي جګړې هدف او د يواړخيزو مغرضو راپورونو موضوع ګرځول شوي دي.
متقي له هېوادونو غوښتي چې د افغانستان د مرکزي بانک د ټولو شتمنیو د خلاصون او د افغانستان د اقتصادي او د طالب مشرانو پر سفر د بندیزونو په لېرې کولو کې هڅې وکړي.
هغه ویلي، دغه بندیزونه د افغانستان د مرکزي بانک د وظايفو د معطل کېدو، د افغانستان د اقتصادي ودې او ان سيمه ييزې سوداګرۍ د ورو کېدو او د دوه اړخيزو او څواړخيزو اړيکو د ټينگولو په موخه د راشه درشه د مخې ډب کولو سبب شوي دي.
متقي د خپلو خبرو په دوام سره ویلي: مونږ هيله ده چې د جگړې د وخت چلن د سولې پړاو ته را و نه ليږدول شي. ايا دا منطقي ده چې يو کوربه هيواد دې د يوه هيواد د بهرنیو چارو وزير د بلنې له کبله له ملگرو ملتونو څخه اجازې اخيستنې ته اړ شي؟ آيا دغه ډول چلن په زوره د واکمن نړيوال نظم د عادلانه توب تر پوښتنې لاندې راوستل نه دي؟»
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ څه باندې درې کاله تېرېږي، چې تر اوسه هېڅ هېواد دغه ډله په رسمیت نه ده پېژندلې.
د دې ډلې ځینې غړي د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لیست کې دي، چې د سفر بندیز هم پکې شامل دی.