close

کندهار کې اور لګیدنې مالي او ځاني زیانونه اړولي

اطلاعات روز: کندهار ښار کې د کالیو د پلور په یوه مارکیټ کې د اور لګیدنې له امله څلور کسان ټپیان شوي او ترڅنګ یې هټۍ والو ته شل میلیونه افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.

په دې ولایت کې د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې لپاره د طالبانو رییس مولوي عبدالسلام عمري وایي، یاده اورلګېدنه نن (شنبه، ۱۰ د وږي) سهار ۱۰:۰۰ بجې د کندهار ښار د دویمې ناحیې اړوند «کندهار سټي سټنر مارکېټ» کې د برېښنا د شارټي له کبله رامنځته شوې.

نوموړی زیاتوي، چې په دې اور لګیدنه کې څلور دوکانداران ټپیان او هټۍ والو ته شل میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.

هغه د ټپي دوکاندارانو د روغتیایي وضعیت او په مارکیټ کې د سوځیدلو دوکانونو د شمیر په اړه معلومات نه دي ورکړي.

ورته مهال د یاد مارکیټ مسوولین هم وایي، چې د نننۍ اور لګیدنې له امله هټۍ والو ته شل میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.

دوی زیاتوي، چې په دې مارکیټ کې تر ډیره د ښځو او ماشومانو کالي او د میرمنو سینګار توکي پلورل کیدل.

د دې مارکیټ مسوولینو وویل، چې اور لګیدنه د دې مارکیټ په دریم پوړ کې د برېښنا د شارټي له کبله رامنځته شوې ده.