close
Social Media

د وروستیو شپږو میاشتو پر مهال په بدخشان کې د خوارځواکۍ له امله د ۲۶ ماشومانو مړینه

اطلاعات روز: د روغتيايي شمېرو له مخې د تېرو شپږو میاشتو پر مهال د بدخشان په ولایتي روغتون کې ۲۶ تنه ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.

د سرچینو په وینا، په دې موده کې ۳۲۶ تنه په حاد خوارځواکۍ اخته ماشومان د بدخشان په ولايتي روغتون کې ثبت شوي دي.

د بدخشان په ولایتي روغتون کې یوې سرچینې ويلي چې دا شمیرې د تېر کال د شمېرو په پرتله «عادي وضعیت» ښيي.

د سرچینې په وینا، دا شمیرې یوازې د بدخشان په ولایتي روغتون کې ثبت شوې دي او د ولسوالیو د روغتيايي مرکزونو شميرې ورسره نشته.

سرچینې ويلي چې فقر، غذايي ناامني او د روغتیايي پاملرنو نه مراعتول تر پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو د اسهال او خوارځواکۍ لامل کېږي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسیف) د شمېرو له مخې، وړاندوینه داده چې د روان کال پر مهال په افغانستان کې ۲.۹ میلیون ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

د یونیسیف په وینا، په دې لړ کې ۸۵۰ زره تنه د حادې سوء تغذیې له امله درملنې ته اړتیا لري چې ژوند ګواښوونکی وضعیت دی.