close
Photo: sent to Etilaatroz

طالبان: په کابل کې د چاودنې له امله شپږ تنه وژل شوي او ۱۳ ژوبل دي

اطلاعات روز: په کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي چې د نن ورځې (دوشنبه، ۱۲ د وږي) په ځانمرګي برید کې چې پر دارالامان سړک وشو، د یوې ښځې په شمول پکې شپږ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.

ده پر ایکس ليکلي چې دا برید د «قلعه‌ی بختیار» په سیمه کې شوی. د ده په وینا لامل یې له یوه تن سره د چاودېدونکو توکو چاودنه وه.

د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند ويلي چې ټول قربانیان ملکیان وو.

خالد ځدراڼ ويلي چې ژوبل کسان روغتون ته لېږدول شوي او د دې برید په اړه پلټنې روانې دي.

تر دې وړاندې د طالبانو له منځه ځینو سرچینو اطلاعات روز ته تایید کړې وه چې دا یو ځانمرګی برید و.

سرچینې وايي چې د دې چاودنې موخه د طالبانو د فرامینو او احکامو د تعقیب د ریاست کارمندان او مراجعین وو.

د سرچینو په وینا، د دې برید مرګژوبله تر هغه زیاته ده چې طالبانو اعلان کړې. یوې سرچینې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳ تنه ښوولی.

تر اوسه هیڅ فرد او یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

تر دې وړاندې د طالبانو پر خلاف د بریدونو مسوولیت داعش منلی و.