close

د کډوالۍ نړیوال سازمان: په شپږو ورځو کې تر ۷۲ زرو زیات افغانان ایران او پاکستان ته تللي

اطلاعات روز: د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، چې د روان میلادي کال د اګست میاشتې له ۱۸مې تر ۲۴مې نیټې ایران او پاکستان ته له افغانستانه ۷۲ زره او ۶۲۴ تنه تللي دي.

دې بنسټ نن (دوشنبه، ۱۲ د وږي) د يوه راپور په خپرولو سره ويلي، چې په دې لړ کې ۳۸ زره او ۴۰۲ تنه ایران او ۳۴ زره او ۲۲۲ تنه پاکستان ته تللي دي.

د دې بنسټ له راپور سره سم، په دې افرادو کې ۸۰ سلنه وګړي د افغانستان پر پوله له څلورو نقطو وتلي او ۲۰ سلنه نور له اوو نورو نقطو اوښتي او تللي دي.

دې بنسټ زیاته کړې، دا شمیرې ښيي چې د تېرې اونۍ په پرتله له افغانستانه د وتونکو افرادو شمېر ۲۱ سلنه زیات شوی دی.

د دې بنسټ په راپور کې ويل شوي چې افغانان تر ډېره بریده د اقتصادي، ترانزیټ او زیارت کولو لپاره ایران ته او په اغلب ګومان د کورنۍ د لیدنې، درملنې او سیاحت لپاره پاکستان ته تللي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان همدا راز ويلي، چې په دې وخت کې ۶۴ زره او ۹۵۰ تنه له ایران او پاکستان څخه راغلي چې په دې لړ کې ۳۸ زره او ۹۰۴ تنه له ایران او ۲۶ زره او ۴۶ تنه له پاکستانه راستانه شوي دي.

دې بنسټ زیاته کړې چې د دې وګړو ۹۳ سلنه یې د افغانستان پر پوله له څلورو اصلي نقطو راستانه شوي او پاتې نور له اوو نورو نقطو را اوښتي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، چې دا شميرې يې له ایران او پاکستان سره د افغانستان د پولې له څارنې ترلاسه کړې دي.

دې بنسټ تر دې وړاندې هم په یوه راپور کې ويلي و، چې د روان میلادي کال په دویمو دریو میاشتو کې ۵۳۲ زره او ۸۵۴ تنه له افغانستانه ایران او پاکستان ته تللي او همدا راز له دې دوو هیوادونو ۸۵۸ زره او ۱۷۰ تنه بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي.