اطلاعات روز: سرچینې وایي، چې د کابل په دارالامان سیمه کې تېره ورځ (دوشنبه، ۱۲ د وږي) مازدیګر د ځانمرګي برید له امله شپږ تنه وژل شوي کسان څارنوالان او د تېر حکومت د لوی څارنوالۍ کارکوونکي وو، چې د طالبانو د راتګ وروسته یې هم خپلو دندو ته دوام ورکړی وو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه شپږ کسان ټول د بدخشان ولايت اصلي اوسېدونکي وو.
د اطلاعات روز خبريال په دې بريالى شوى چې دپنځو تنو هويت په ډاګه کړي.
په دغو پنځو کسانو کې حجت الله میرزايي، احمد امین ناصریار، الهام الدین یمین، وحیدالله نوري او خیرالدین مظهري شامل دي.
حجت الله میرزايي – د میرزايي ملګرو هغه د پوهنتون د استاد، لیکوال او ټولنیز فعال په توګه یاد کړی دی. هغه د بدخشان د درواز ولسوالۍ اوسېدونکی و او تر دوکتورا پورې یې زده کړې کړې وې.
د بدخشان د ښځو د حقونو فعاله لیلا بسیم وايي، میرزايي د څارنوالۍ د مسلکي څانګې او د خصوصي پوهنتونونو استاد و.
د بسیم په وینا، میرزايي خپله دوکتورا له ایرانه اخیستې وه.
د میرزايي یو ملګري خلیل الرحمن برهاني په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې هغه د دوکتورا په څیړنه او پوهنتون کې په تدریس بوخت و. ویل کېږي چې میرزايي د «خانه نور» خصوصي پوهنتون علمي مرستیال و.
احمد امین ناصریار – د سرچینو د معلوماتو له مخې، ناصریار د تېر حکومت د لوی څارنوالۍ کارکوونکی و او د طالبانو له راتګ وروسته یې په دغه دفتر کې کار ته دوام ورکړی و. طالبانو د لوی څارنوال دفتر د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او څارنې په ریاست بدل کړی دی.
لیلا بسیم وايي، ناصریار د بدخشان د کشم ولسوالۍ اوسېدونکی و.
د فیسبوک یو کارونکي په خپله پاڼه لیکلي، چې احمد امین ناصریار د افغانستان د حج او اوقافو د پخواني وزیر محمد امین ناصریار زوی و.
الهام الدین یمین – دغه ځوان د بدخشان د بهارک ولسوالۍ اوسېدونکی او د حقوقو له پوهنځي فارغ شوی و. د یامین یو ملګری وايي چې هغه د جمهوریت پر مهال په لوی څارنوالۍ کې استخدام شوی و. د امرالدین یمین زوی الهام الدین یمین د تېر حکومت له څارنوالانو څخه و.
وحیدالله نوري – ویل کېږي چې نوموړی د لوی څارنوالۍ کارکوونکی او د بدخشان د بهارک ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی و.
خیرالدین مظهري – د مظهري ملګرو هغه د «قاري خیرالدین» په نوم یاد کړی او ویلي یې دي چې څارنوال و. د بدخشان د فيض اباد اوسېدونکې مظهري د حقوقو او سياسي علومو په برخه کې زده کړې کړې دي.
د دارالامان په برید کې د وژل شويو شپږو تنو له ډلې چې ټول د بدخشان دي، د یو تن هویت نه دی په ډاګه شوی.
ليلا بسیم وايي، چې دغه کس د بدخشان د کشم ولسوالۍ اوسېدونکى دى.
په ټپيانو کې د بدخشان يو شمېر اوسېدونکي هم شامل دي.
ليلا بسیم وويل، چې درې تنه د کابل په علي جناح روغتون او يو تن د علي اباد په روغتون کې بستر دي. هغه زیاته کړه چې د علي اباد په روغتون کې بستر شوی کس په کوما کې دی.
ورته مهال کابل کې د طالبانو د پوليسو وياند خالد ځدراڼ وايي، په دارالامان کې د چاودنې له امله د يوې ښځې په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي. د هغه په وينا، په دې چاودنه کې ١٣ نور کسان ټپيان شوي دي.
ځدراڼ د وژل شویو او ټپیانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.
خو، يوه روغتيايي سرچينه وايي، چې د مړو شمېر اتو تنو ته رسېدلى دى. د سرچينې په وينا، تر اوسه د يادو دوو تنو هويت نه دى په ډاګه شوى. هغه زیاتوي چې د یو شمېر قربانیانو جسدونه هم سوځېدلي دي.
تر دې مخکې سرچینو د طالبانو له شمیرو څخه د تلفاتو شمېر لوړ ښودلی و.
دا چاودنه یو ځانمرګي برید بلل شوی چې پرون مازدیګر د کابل ښار د شپږمې ناحیې اړوند د دارالامان پر سړک د «بختیار کلا» په سیمه کې شوی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د لوى څارنوالۍ هغه کارکوونکي، چې طالبانو یې نوم «د فرمانونو او حکومونو د تعقیب په ریاست» بدل کړي، د دغه بريد هدف و.
تر اوسه کوم چا یا کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
وروسته له هغه چې طالبانو د هېواد واک ترلاسه کړی، داعش ډلې د ملکي وګړو پر وړاندې د خونړیو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.