close
Photo: sent to Etilaatroz

داعش ډلې د کابل د پروني برید مسوولیت ومانه

اطلاعات روز: داعش ډلې د کابل په دارالامان سیمه کې د پروني ترسره شوي برید مسوولیت منلی دی.

د بي بي سي له راپور سره سم، داعش د يوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي چې د دې ډلې یوه غړي د طالبانو د احکامو او فرامینو د تعقیب او څارنې د ریاست کارمندان له دې ادارې تر وتلو وروسته په چاودېدونکو توکو په نښه کړي.

داعش دا برید باګرام زندان ته د دې ډلې د غړو د انتقالولو «انتقام» بللی دی.

دا ځانمرګی برید پرون (دوشنبه، ۱۲ د وږي) د کابل په شپږمه حوزه کې وشو.

په کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ويلي چې په دې برید کې د یوې ښځې په شمول شپږ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.

خو سرچینو د مرګژوبلې شمېر زیات ښوولی دی. تېره شپه یوې سرچینې ويلي چې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي دي.

د سرچینو په وینا، په وژل شویو کې شپږ تنه د بدخشان ولایت اوسېدونکي دي. دوی ټول د پخواني حکومت څارنوالان او د څارنوالۍ کارکوونکي وو او تر بدلون وروسته یې هم د طالبانو د فرمانونو او احکامو د څارنې او تعقیب له ادارې سره کار ته دوام ورکړی و.

دا پنځه تنه حجت الله میرزايي، احمد امین ناصریار، الهام الدین یمین، وحیدالله او خیر الدین مظهري وو.

په افغانستان کې د داعش بریدونه په داسې مهال کې روان دي چې طالبان ادعا کوي په افغانستان کې داعش نشته او ځپل شوي دي.

تر دې وړاندې هم داعش د طالبانو پر نظامیانو، کارمندانو او ځواکونو د مرګونو بریدونو مسوولیت منلی دی.