اطلاعات روز: د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، چې دې هیواد د روان میلادي کال په اګست میاشت کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه چې ۱۱ يې د افغانستان وګړي دي اعدام کړي دي.
دې بنسټ په یوه راپور کې چې تېره ورځ (سېشنبه، ۱۳ د وږي) خپور شوی، ويلي چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په ایران کې د دې هیواد د وګړو اعدامېدل زیات شوي دي.
د هغو شمېرو له مخې چې دې بنسټ وړاندې کړې دي، د روان میلادي کال په اتو میاشتو کې د افغانستان لږ تر لږه ۳۱ تنه اتباع په ایران کې اعدام شوي دي.
دې بنسټ همدا راز ويلي، چې د ۲۰۲۲ کال پر مهال په ایران کې ۱۶ افغان وګړي اعدام شوي چې یو ماشوم او یوه ښځه هم پکې شامل وو او د ۲۰۲۳ کال پر مهال هم په ایران کې ۲۵ افغانان اعدام شوي دي.
د ایران دولتي رسنیو او بنسټونو په دې هیواد کې د اعدام شویو افغانانو شميرې نه دې خپرې کړې.
د ایران د بشري حقونو سازمان ويلي، چې د دې هیواد دولت د اګست میاشتې پر مهال له ۱۰۰ اعدامونو څخه یوازې شپږ اعدامونه اعلان کړي دي.
دې بنسټ زیاته کړې چې په ایران کې وګړي له «عادلانه محکمې» پرته اعدامېږي او له نړیوالې ټولنې يې غوښتي چې په دې هیواد کې د اعدامونو لوړ شمېر ته په پام سخت غبرګون وښيي.