اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ ۵ کسان مړه شوي دي.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، دغه پنځه کسان چې په یو ټوډي موټر کې د کوژدې مراسمو ته روان وو، نن (چهارشنبه، ۱۴ د وږي) سهار شاوخوا ۱۰:۰۰ بجې یې د سره رود ولسوالۍ اړوند «رینګ روډ» سیمه کې د یو باروړنکي ټیلر موټر سره ټکر کړی دی.
نوموړی زیاتوي په سیمه کې یو ټوډي موټر چې دښځو په ګډون پنځه کسان په کې سپاره وو او غوښتل یې د کوژدنې مراسمو لپاره له خپلوان کره لاړ شي، چې په رینګ روډ سیمه کې یې له ټیلر موټر سره ټکر کړی او پنځه واړه په کې مړه شوي دي.
د زابلي په خبره د یادې پېښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي او په اصل د حصارک ولسوالۍ اوسیدونکي دي.
په ورته مهال د ننګرهار په سیمه ییز روغتون کې یوې روغتیایي سرچینې وویل، چې د پېښې له ځایه ورته پنځه جسدونه راوړل شوي، چې په کې په خپله فیض الله د هغه میرمن او د نوموړي درې زامن شامل دي.
په سیمه کې نا تایید شویو سرچینو ویلي، چې په یاده پېښه کې هغه شاوو هم شامل دی چې نن یې د کوژدنې مراسم ترسره کیدل.
خو، هغه تصویرونه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي په کې لیدل کیږي یو ګلفوش ټوډي موټر له ټیلر سره ټکر کړی او خلک ترې د مړو په راویستلو بوخت دي.
د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د ترافیکي اصولو نه مراعت، زیات سرعت، د موټر چلوونکو له خوا د نشه يي توکو کارول او د سړکونو خرابوالی په افغانستان کې د دا ډول پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.