close

کندهار کې یوه ځوان ځان وژنه کړې

اطلاعات روز: له کندهار څخه ځايي سرچینې وايي چې د کندهار ښار په دویمه حوزه کې یوه ځوان ځان زندۍ کړی او مړ شوی.

د سرچینو په وینا، د دې ځوان «میرام شاه آغا» دی چې تېر ماښام ناوخته (سې‌شنبه، ۱۳ د وږي) یې د کندهار ښار د دویمې حوزې اړوند په «حاجي باقي کالونۍ» سیمه کې ځان وژنه کړې ده.

سرچینو ویلي، میرام شاه آغا له څه مودې راهیسي له رواني ستونزو کړېده.

د سرچینو په وینا، نوموړي د خپلې خونې په تشناب کې ځان ځړولی او کورنۍ یې سهار په خبره شوې ده.

کندهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ مسوولین هم دا پېښه تاییدوي او زیاتوي چې د میرام شاه آغا جسد یې نن سهار کندهار ښار کې میرویس حوزوي روغتون ته لېږدولی.

د طالبانو د امنیتي مسوولینو په وینا چې د دې پېښې په تړاو یې پلټنې پیل کړې دي.

د یادونې وړ ده چې پر هیواد د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د هیوادوالو تر منځ د ځان وژنې کچه لوړه شوې ده چې تر ډېره حده یې لامل بې‌کاري او بد اقتصادي وضعیت بلل کېږي.