اطلاعات روز: د هرات یو شمېر صرافانو نن (پنجشنبه، ۱۵ د وږي) په دې ولایت کې د طالبانو د والي د دفتر په وړاندې د صرافیو د هغو ۵۰۰ دوکانونو په تړاو اعتراض وکړ چې لا هم تړلي پاتې دي.
دوی وايي چې تر یوه نیمې میاشتې زیات وخت کېږي چې دا صرافیانې د طالبانو له لوري تړل شوې دي او لا هم نه دې پرانیستل شوې.
د روان کال د زمري میاشتې په لومړیو کې د طالبانو د مرکزي بانک، استخباراتو اداې او کورنیو چارو وزارت یو ګډ پلاوی د صرافیانو په تړاو د «پلټنې» لپاره هرات ته ولاړ.
د زمري میاشتې پر اتمې نیټې یو شمېر سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې دې پلاوي په «خراسان»، «رازي» او «شیردل» مارکیټ کې تر ۵۰۰ زیاتې صرافۍ د جواز نه لرلو له امله تړلې دي.
د سرچینو په وینا، دې دوکانونو د افغانستان له پخواني حکومت څخه جواز اخیستی و، خو طالبان وايي چې صرافان باید د دې ډلې له قانون سره سم جواز واخلي.
د صرافیو او پولي خدماتو د هغه قانون له مخې چې طالبانو تصویب کړی دی، د پولي خدماتو او صرافیو شرکتونه باید د جواز لپاره شپږ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانۍ ضمانت ورکړي او په خپل بانکي حساب کې هم باید پنځه ملیون افغانۍ ولري.
صرافان وايي چې په اوسنیو شرایطو کې د دوی ډېری دا پیسې نه لري. د هرات صرافانو تر دې وړاندې هم د خپلو دوکانونو د تړلو په اعتراض کې د طالبانو د والي د دفتر په وړاندې اعتراض کړی و.