close
Photo: NRF

د «ملي مقاومت جبهې» پلاوی له احمد مسعود پرته امریکا ته ځي

اطلاعات روز: «ملي مقاومت جبهه» وايي، چې د دې جبهې یو پلاوی د امریکا د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیتې له رییس مایکل مک کال سره د خبرو-اترو لپاره واشنګټن ته ځي.

دې جبهې تېره شپه (چهارشنبه، ۱۴ د وږي) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي، چې «له جبهې او د افغانستان له خلکو سره د متحده ایالاتو د کانګرس د دوامدار تعامل او بلنې منندوی دي او د هر ډول هغو خبرو ملاتړ کوي چې د هیواد د اوسني کړکېچ په حل کې مرسته کوي».

په دې اعلامیه کې ويل شوي چې د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» مشر احمد مسعود د دې جبهې په استازیتوب یو پلاوی واشنګټن ته لېږي، خو په خپله به له مک کال سره د ده خبرې په انلاین بڼه وي.

د «افغانستان ملي مقاومت جبهې» ويلي، چې هیله لري دا به د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس او «د افغانستان د خلکو د مشروعو استازو» ترمنځ د معنادارو خبرو یو نوی بهیر وي.

دې جبهې زیاته کړې چې یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غواړي چې د طالبانو د وحشت او تروریزم پر وړاندې دې متحد شي او د منتخب، مشروع او خلکو ته د منلو وړ نظام په لاسته راوړلو کې دې د افغانستان د خلکو د حقې غوښتنې ملاتړ وکړي.

مایکل مک کال تر دې وړاندې ایکس کې پر خپله پاڼه د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» ملاتړ کړی و او د دې جبهې ماموریت یې ویاړ بللی و.

ده ليکلي و چې د سپټمبر پر لسمه به د احمد مسعود په ګډون د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» له استازو سره وګوري او «بې صبرانه منتظر دی چې له ده د هغو هڅو په تړاو واوري چې له طالبانو د خلکو د خلاصون» په موخه یې کوي.