close
Photo: MFAIran

د دایکندي د اوسېدونکو وژنه؛ ایران غوښتنه کړې چې عاملین دې يې سمدستي مجازات شي

اطلاعات روز: ایران د دایکندي او غور تر منځ د دایکندي د اوسېدونکو وژنه غندلې او د عاملینو د مجازات لپاره یې د «بېړنیو اقداماتو» غوښتنه کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني نن (جمعه، ۲۳ د وږي) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي چې دا برید په «کلکو ټکو» غندي او د قربانیانو له کورنۍ سره خواخوږي ښيي.

په کابل کې هم د ایران سفارت پر ایکس د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا برید غندلی دی.

دې سفارت ويلي چې «د ایران اسلامي جمهوریت د دې لوی ناورین د مرتکبینو مجازات غواړي او په دې لړ کې خپل چمتووالی ښيي.»

پرون تر ماسپښین وروسته پر موټرسایکل سپرو وسلوالو کسانو د دایکندي د «قریودال» او د غور د «پهلوسنګ» کلیو تر منځ د دایکندي پر اوسېدونکو ډزې وکړې چې له امله یې ۱۴ تنه ووژل شول او شپږ نور ژوبل دي.

د دې برید ټول قربانیان د دایکندي د سنګ‌تخت‌وبندر ولسوالۍ د «قریودال» کلي اوسېدونکي وو او د کربلا د زیارتوالو د هرکلي لپاره د دایکندي او غور تر منځ سرحدي سیمې ته تللي وو.

سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې بریدګر څلور کسان وو او پر دوو موټرسایکلونو سپاره وو.

داعش ډلې د یوې اعلامیې له لارې دا برید منلی او ویلي يې دې چې ۱۵ تنه یې وژلي او شپږ نور ژوبل دي.