close

د ملګرو ملتونو سرمنشي د دايکندي د اوسېدونکو وژل وغندل

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش د دایکندي او غور ولایتونو په سرحدي سیمه کې د هزاره او شیعه ټولنو پر غړو «وحشیانه برید» غندلی دی.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک پرون (جمعه، ۲۳ د وږي) په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې ښاغلی ګوتریش د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په هر وخت کې د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کړې.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د معاونت دفتر (یوناما) هم دغه برید غندلی و او د پېښې د عاملینو د څېړلو او حساب ورکولو غوښتنه یې کړې وه.

د پنجشنبې په ورځ ماسپښین مهال د دایکندي ولایت د سنګتخت او بندر ولسوالیو ۱۴ تنه اوسېدونکي د دې ولایت او غور په سرحدي سیمه کې د موټرسایکل سپرو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شول.  په دغه برید کې شپږ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

د داعش خراسان څانګې د برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې په دې برید کې ۱۵ شیعه ګان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د دغه بريد قربانيان د دایکندي د سنګتخت او بندر ولسوالۍ د «قریودال» کلي اوسېدونکي وو، چې د کربلا د زيارت کوونکو د هرکلي په موخه د غور ولايت سرحدي سيمې ته تللي وو.

د دغه بريد د قربانيانو جسدونه پرون د ځايي اوسېدونکو له خوا خاورو ته وسپارل شول.