اطلاعات روز: د بشري حقونو د څار سازمان په دایکندي کې د هزاره وګړو وژنې ته په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان هزاره ټولنه خوندیتوب ته اړتیا لري.
د پنجشنبې په ورځ ماسپښین مهال د دایکندي ولایت د سنګتخت او بندر ولسوالۍ ۱۴ تنه ولسي وګړي له غور سره د دغه ولایت په سرحدي سیمه کې د وسله والو له لوري ووژل شول.
داعش د دې وژنې پړه پر غاړه اخیستې ده.
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، له کله نه طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت افغانستان ولکه کړی د داعش خراسان څانګې د هزاره ګانو پر ضد د لږ تر لږه ۱۷ بریدونو مسوولیت منلی، چې له امله یې تر ۷۰۰ زیات کسان مړه او ټپیان شوي دي.
دغه سازمان زیاته کړې چې دوی د ۲۰۲۱ کال په اکټوبر کې دې نتیجې ته ورسېدل چې د هزاره ګانو پر وړاندې د داعش خراسان څانګې او نور هدفي بریدونه د بشریت ضد جنایت دی.
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، وروستي برید ته په کتو طالبان باید په افغانستان کې د هزاره ګانو او نورو شیعه مسلمانانو په ګډون د ټولو خطر سره مخامخ ټولنو د ساتنې لپاره اغیزمن ګامونه پورته کړي.
د دې سازمان په وینا، هغه حکومتونه چې له طالبانو سره اړیکې لري باید د زیان منونکو ټولنو او میکانیزمونو څخه د ملاتړ غوښتنه وکړي ترڅو په افغانستان کې د نړیوالو جرمونو حساب ورکونه پیاوړي کړي.
د بشري حقونو د څار سازمان د داعش او طالبانو د ادعا شویو جنګي جرمونو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې د څارنوالۍ څېړنو ته په اشارې سره ویلي، حکومتونه باید له دغو څېړنو مالي، لوژیستیکي او سیاسي ملاتړ وکړي.
د دې سازمان په وینا، د بشري حقونو شورا باید د افغانستان او نړیوالو بشري حقونو ډلو غوښتنې ته پام وکړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو لپاره د حساب ورکونې د هڅولو لپاره یو جامع نړیوال میکانیزم رامنځته کړي.
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، د وژل شویو کسانو کورنۍ عدالت ته د لاسرسي په چاره کې مرستې او ملاتړ ته اړتیا لري، هغه چې مرتکبین یې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د معافیت څخه برخمن دي.