اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې «نامعلومو» کسانو یوه ښځه د چړې په ګوزارونو وژلې او کوچنې لور یې ورته ټپي کړې ده.
یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دغه ښځه تېره ورځ (یکشنبه، ۱ د تلې) ماسپښین ۰۳:۳۰ بجې د ګرشک ولسوالۍ اړوند د «سید تاجدار آغا» په سیمه کې وژل شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې نامعلومو کسانو په یاده سیمه کې دغه میرمن چې هویت یې نه دی په ډاګه شوی د چړې په ګوزارونو وژلې او یوه کوچنۍ لور یې ورته ټپې کړې ده.
د سرچینې په خبره، ټپي ماشومه او وژل شوې میرمن د ګرشک ولسوالۍ ایمرجنسي روغتون ته انتقال شوي، خو تر اوسه یې خپلوان نه دي موندل شوي.
هلمند کې ځایي طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د هیواد په لېرې پرتو سیمو کې ډیر کله دا ډول پیښې د کورني تاوتریخوالي او ناموسي عواملو له کبله رامنځته کېږي.