په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د چرګانو یو شمېر فارم لرونکي شکایت کوي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو لوړې مالیې، له پاکستان څخه پر قاچاقي لارو د چرګانو واردېدو او د چرګانو دانې د بیې لوړیدو له کبله په یادو ولایتونو کې سلګونه د چرګانو فارمونه تړل شوي او پاتې هغه یې هم د تړل کیدو له ګواښ سره مخ دي.
د ننګرهار اوسیدونکی عبدالجلیل چې د چرګانو فارم لري، وایي له کلونو راهیسې په یاده برخه کې کار کوي او له دې وړاندې یې د ننګرهار په مختلفو ولسوالیو کې د چرګانو څلور فارمونه درلودل، خو اوسمهال یې له یادو فارمونو درې هغه د طالبانو د لوړې مالیې له کبله تړلي شوي او د هغه په شان د چرګانو نور فارم لرونکي هم له ورته ستونزې سره مخ دي.
د نوموړي په وینا له دې سربیره سږکال د زیاتې ګرمۍ او په ځینو سیمو کې د سیلابونو له امله په زرګونو چرګان تلف شوي او دوى ته يې مالي زيان ور اړولى دى.
عبدالجلیل وویل: «زما پنځلس کاله کېږي چې د چرګانو په برخه کې کار کوم او له دې مخکې د چرګانو فارمونو کار په پاکستان کې کاوه او دلته مو هم کاروبار ښه روان و، څلور فارمونه مې درلودل خو له کله چې طالبان راغلي فارم لرونکي له زیاتو ستونزو سره مخ دي، مالیه پرې لوړه کړې او دغه راز که مالیه پر وخت ورنه کړې، نو بیا جریمه کېږي او دغه راز دلته په داخل کې د چرګانو دانه هم کمه ده چې له کبله یې سلګونه د چرګانو فارمونه تړل شوي دي او دا حالت ډیر د اندیښنې وړ دی.»
نوموړي په وینا د یادو فارمونو په تړل کیدو سره نه یوازې په کور دننه د چرګانو د غوښې بیه لوړه شوې، بلکې زرګونه کسان د همدې فارمونو په تړل کیدو سره بې روزګاره شوي دي.
په ننګرهار کې د چرګانو یو بل فارم لرونکی عزیز ګل وايي، د مالیې له لوړیدو سربیره په افغانستان کې د چرګانو د دانې بيې لوړېدو او له پاکستانه په ځینو قاچاقي لارو د چرګانو واردېدو یې کاروبار ټکنی کړی دی.
د هغه په خبره د مالیې لوړوالی، د لازمو امکاناتو نشتون او د طالبانو د حکومت نه پاملرنې له کبله په دغه ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دی.
نوموړی اندیښنه لري که د طالبانو حکومت پرې مالیه راکمه نه کړي او دغه راز له پاکستانه د قاچاقي چرګانو مخنیوی ونه کړي، نو د چرګانو روزنې سلګونه فارمونه به سقوط او زرګونه کسان به بې روزګاره شي.
عزیز ګل زیاته کړه: «ننګرهار کې خو ډیر زیات د چرګانو فارمونه تړل شوي او په هر فارم کې شپږ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او د تړل کیدو علت هم د طالبانو لوړه مالیه ده له هر فارم څخه شل زره، دیرش زره افغانۍ مالیه اخلي چې له همدې امله زیاتره فارمونه تړل شوي او که چیرې د طالبانو حکومت د چرګانو فارم لرونکو ته مالیه کمه نه کړي، د برېښنا ستونزه یې حل نه کړي او دغه راز پاملرنه ورته ونه کړي نو اندیښمن یو چې په دغه ولایت کې به د چرګانو فارمونو وتړل شي.»
هغه د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې برېښنا، امنيت، سوداګريزو اسانتياو او صنعت پراختيا لپاره دې له فارم لرونکو ملاتړ وکړي او دغه راز هېواد ته دې د ژوندیو چرګانو او د غوښې وارداتو مخه ونیسي.
له ننګرهار سربیره په لغمان کې هم د چرګانو فارم لرونکي له ورته ستونزو شکایت کوي او وایي، ورځ تر بلې يې کاروبار د ګټې پر ځای تاوان کوي.
مزمل چې د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې د چرګانو روزنې فارم لري نيوکه کوي، چې په هیواد کې د چرګانو دانو د توليد کارخونو نه يوازې داچې په دې وروستیو کې یې نرخونه لوړ کړي، بلکې کیفیت یې دومره ټیټ شوی چې له کبله یې چرګان ښه وده نه کوي او د فارم لرونکو د مالي زيان لامل ګرځي.
هغه د چرګانو د دانو د کیفیت پر ښه والي او دغه راز د مالیې پر کموالي ټینګار کوي او وایي، که یادې ستونزې یې حل نه شي نو د دوى کاروبار به له سقوط سره مخ شي.
مزمل وویل: «له یوې خوا طالبان دومره لوړه مالیه اخلي او له بلې خوا په چرګانو کې مرضونه هم زیات شوي، چې زیاتره یې د همدې ناروغیو له کبله تلف کېږي او دغه راز د چرګانو کومه دانه چې دلته په ننګرهار او نورو ولایتونو کې تولیدیږي کیفیت یې بیخي کم دی او یوه اووه کیلویي بوجۍ په دوه زره افغانۍ ده، چې له کبله یې چرګان په مشخصو څلویښت ورځو کې وده نه کوي او له همدې امله هم فارم لرونکي له مالي زیان سره مخ کېږي، زمونږ غوښتنه له طالبانو دا ده چې پر فارم لرونکو دې مالیه راکمه کړي او دغه راز د پاکستان چرګان دې بیخي بند کړي ځکه هغه پر قاچاقي لارو را واریدیږي چې له کبله یې بازار خراب شوی دی.»
هغه زیاتوي ډېری وخت پاکستان افغانستان ته ناروغ چرګان پر قاچاقي لارو صادروي چې د ګټې پر ځای یې تاوان زيات وي او د دوی فارمونو ته هم خطر پېښوي.
په همدې حال کې عام وګړي د چرګانو د غوښو د لوړو بیو څخه شکايت کوي او وايي، په دې وروستیو کې په بازارونو کې د چرګانو د غوښو قيمتونه لوړ شوي چې زیاتره خلک يې د پیرلو توان نه لري.
د لغمان اوسیدونکی ارشاد احمد وایي، لاهم په هیواد دننه د چرګانو تولیدات په دومره کچه نه دي چې دوی پر ځان خود کفا شي.
نوموړی د طالبانو له حکومت د نورو بنسټیزو پروژو له پلي کیدوسربیره غوښتنه کوي، څو پانګوالو ته د چرګانو روزنې په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي چې هیواد یې په هره برخه کې پر ځان بسیا شي.
ارشاد احمد زیاتوي: «په دې وروستیو نهه میاشتو کې بازارونو کې د چرګانو د غوښې بیه لوړه شوې مخکې به مو یوه کیلو غوښه په سل یا ۱۲۰ افغانۍ اخیسته، خو اوس یې د یو کیلو بیه تر ۲۰۰ افغانیو لوړه شوې او زیاتره خلک یې د پيرلو توان نه لري، نو علت هم کیدای شي همدا وي چې زیاتره د چرګانو فارمونه تړل شوي او دغه راز په کور دننه د غوښې تولید کم شوی که شته ستونزې حل نه شي نو فکر کوم چې د غوښې بیه به له دې هم لوړه شي.»
بلخوا ننګرهار کې د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وایي، اوسمهال دغه ولایت کې شاوخوا له ۲۰۰۰ زیات د چرګانو فارمونه فعالیت کوي چې ځینې په دې وروستیو کې تړل شوي، خو هغه یې دقیق ارقام نه لري.
د هغه په خبره تازه په دغه ولایت کې د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یو خصوصي شرکت له لورې د کوچینو چرګوړو او غوښن چرګانو د تولید فارم په فعالیت پېل کړی، چې په ورځ کې تر ۳۰ زرو پورې د کوچنیو چرګوړو د تولید ظرفیت ولري.
نوموړی زیاتوي له فارم لرونکو سره یې د دوی د ستونزو د حل په موخه ناستې کړي او هڅه کوي چې د چرګانو د فارم لرونکو ستونزې له اړوندو نورو ادارو سره په ګډه حل کړي.
محسن زیاتوي: «هو! په ننګرهار کې ځينې د چرګانو فارمونه تړل شوي خو لامل یې د فارم لرونکو اقتصادي ستونزې او دغه راز د چرګانو تلف کیدل وو، ځکه سږکال او تېر کال په زیاته اندازه سیلابونو د چرګانو فارمونه له منځه وړي وو؛ نو همدا لامل به وي چې فارمونه تړل شوي خو مونږ په ننګرهار کې د چرګانو فارم لرونکو، د دانو تولیدونکو مېلونو له مسوولینو، چرګانو پلورونکو او دغه راز د پولټري ډاکټرانو سره کتلي او هغوی راسره خپلې ستونزې شریکې کړي دي، هڅه کوو چې د چرګانو د فارم لرونکو د مالیې ستونزې، د درملو، د دانې د بیې لوړوالي او کیفیت ستونزې حل کړو.»
د کرنې رییس په ننګرهار کې د چرګانو دانې د نرخونو لوړوالي او د دانو د ټیټ کيفيت ستونزه نه مني او وايي، دغو دواړو برخو ته يې پوره پاملرنه کړې ده.
نوموړی دغه راز وایي، چې اوسمهال د تورخم له لارې له پاکستان څخه د چرګانو په وارداتو بندیز لګیدلی او هیڅوک نه شي کولای چې چرګان وارد کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېر حکومت پرمهال په ننګرهار کې د چرګانو روزنې صنعت ښه پرمختګ کړی و، چې غوښن چرګان ترې نورو ولايتونو ته هم لېږدول کېدل.
خو، اوس د چرګانو فارم لرونکو له شکایتونو داسې څرګندیږي که یې ستونزو ته حل لار ونه موندل شي د چرګانو روزنې صنعت به له منځه لاړ شي.