close

کور په کور د پولیو واکسین پر کمپاین بندیز؛ کندهار کې د ګوزڼ پیښې مخ په زیاتیدو دي

په داسې حال کې چې د هیواد په ټولو ولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي په موخه کور په کور د پولیو واکسین تطبیقیږي، خو کندهار کې لاهم طالبانو کور په کور د دغه واکسین تطبیق ته اجازه نه ده ورکړې، چې له امله یې دغلته د پولیو ناروغۍ ۱۲ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

هغه مهال چې کندهار کې د پولیو واکسین کور په کور رسیده، دا ولایت د پولیو ویروس له انساني او محیطي پېښو پاک بلل شوی و، خو کله چې طالبانو واک ترلاسه کړی د یاد واکسین کمپاین یوازې جومات په جومات ترسره کېږي، چې دې چارې د ویروس لا خپریدو ته لار هواره کړې او نه یوازې د کندهار په لېرې پرتو سیمو کې خلک د خپلو اولادونو روغتیا ته اندیښمن دي؛ بلکې په ښار کې یې هم زیات شمیر کورنۍ په ویره کې اچولې دي.

کندهار کې روغتیايي سرچینې وایي، که د پولیو واکسین تطبیق کور په کور نه شي او ټول خلک خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق نه کړي ښايي د پولیو ویروسي ناروغۍ پېښې نورې هم زیاتې شي.

په دې ولایت کې د ګوزڼ نویو پېښو نه یوازې د عامې روغتیا وزارت او نړیوالو روغتیايي سازمانونو اندېښنې راپارولي، بلکې خلک یې هم اندېښمن کړي دي.

د کندهار د ارغستان ولسوالۍ اوسیدونکی حیات الله وایي، دغې ولسوالۍ کې د پولیو د څلورو پرلپسې  مثبتو پېښو له ثبت وروسته لاهم د واکسین کمپاین ډیر پیکه روان دی او د خلکو ترمنځ د پولیو ویروس د خپریدو وېره خپره شوې.

نوموړی د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د کندهار په ټولو ولسوالیو کې د پولیو ویروس پر وړاندي د مبارزې، عامه پوهاوي او واکسین تطبیق کولو لپاره نوي مسلکي واکسیناتوران وګماري او په ټولو برخو کې خپل څار زیات کړي.

حیات الله وویل: «ارغستان د روغتیا په برخه کې بېخي له یاده وتلې ولسوالې ده، پخوا لا د پولیو واکسین ټیمونه راتلل اوس بیخي حالت سره ګډوډ دی، هر یو پردې بیریږي چې اوس مو اولادونه فلج نه شي، هغه څلور کوچنیان چې فلج شوي یوازې یې واکسین راوړی، دلته ډیره جالبه موضوع داده چې واکسین تر موږ پورې نه را رسیږي، چې واکسین راشي دوی یې یو څو مسجدو ته یوسي، هغه نارینه په کار کې وي ښځي خو نو کوچنیان مسجد ته نه شي بېولای  بالا واکسیناتوران واکسین وغورځوي یا یې یو ځای چپه کړي خپل ادارې ته غلط راپور ورکړي چې دومره کوچنیان مو واکسین کړل، موږ غواړو چې واکسین مو کور په کور شي.»

کندهار کې د لېرې پرتو سیمو خلک د پولیو ویروس خپریدو ته اندیښمن دي. انځور: خواله رسنۍ

د ارغستان بل اوسیدونکی عبدالعلي وایي، د تېر په پرتله اوس د خلکو او پولیو واکسین ترمنځ فاصلې کمې شوي، خو د تطبیق کوونکي موسېساتو او د طالبانو حکومت لخوا ورته پاملرنه کمه شوې ده.

عبدالعلي د پولیو واکسین د تطبیق پروسه د مسجدونو له لاري ناکامه ګڼي او زیاتوي چې باید د خلکو د هوساینې لپاره د ګوزڼ واکسین کور په کور تطبیق شي.

نوموړي وویل: «موږ پر کور نه یو او کور ته مو هم دومره څوک نه وي چې زموږ کوچنیان تر مسجده پورې د واکسین ټیمونو ته ور ورسوي، اکثره کوچنیان په دغه خاطر د واکسین څخه بې برخې پاتیږي چې مسجد ته رسیدګي نه شي کولای، زه اوس د ویرې خپل کوچني زامن دباندې نه پرېږدم پولیو ناجوړي ور نه شي، ډاکټران په کلینکو کې اعلانونه کړي چې تر یو وحته خپل کوچنیان د کوڅو او اوبو څخه لېرې وساتئ، حکومت باید زموږ غوښتونو ته توجو وکړي دا خو ویروسي ناحوړي ده که ډیره انتشار وکړي بیا یې مخه نه راګرځي.»

ورته مهال کندهار کې ځايي روغتیایي سرچینو بیا د پولیو ویروسي ناروغۍ د نویو پېښو ثبتېدل د اندېښنې وړ بولي او زیاتوي، چې روان کال په دې ولایت کې د پولیو ناروغۍ د انساني پېښو شمېر تر دولسو مثبتو پېښو رسیدلی دی.

کندهار کې ځايي روغتیايي سرچینې چې نه غواړي نوم یې رسنیز شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د روان کال د وږي میاشتي پر ۲۱مه نېټه د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پولیو ویروس د یوې بلې نوې پېښې په ثبت کېدو سره په یاد ولایت کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر دولسو ته رسیدلی دی.

دغه سرچینه وایي، تر اوسه په کندهار ښار او ولسوالیو کې د پولیو ویروس ۲۵ محیطي او ۱۲ انساني پېښې ثبت شوي او په خبره یې چې د نورو پیښو اندېښنې هم شتون لري.

سرچینې وویل: «تر اوسه په کندهار کې د پولیو ویروس ۱۲ مثبتې انساني پېښې ثبت شوي چې ۳ پېښې په کندهار ښار، ۴ په ارغستان، ۲ په سپین بولدک، ۱ په ډنډ، ۱ په میوند، ۱ په شاولیکوټ ولسوالۍ کي ثبت شوي، همدارنګه تر واسه په کندهار ښار کې ۲۵ محیطي پېښي ثبت شوي دي.»

دغه روغتیايي سرچینې زیاته کړه، چې د کندهار ترڅنګ هلمند او ارزګان ولایتونو کې هم د پولیو ویروسي پېښې مخ په زیاتېدو دي.

کندهار کې د معافیت کتلوي مرکز مسوولین وایي، د پولیو واکسین میاشتني کمپاینونه یې پېل کړي دي

بلخوا کندهار کې د معافیت کتلوي مسوولین بیا وایي، چې اوسمهال په دې ولایت کې هره میاشت د پولیو واکسین د تطبیق کمپاینونه ترسره کوي او هڅه کوي چې یاد کمپیان د جوماتونو پرځای کور په کور تطبیق شي.

کندهار کې د معافیت کتلوي مسوول ډاکټر جمال الدین وايي، په یاد ولایت کې یې د پولیو واکسین میاشتني کمپاینونه پطل کړي چې له لاري به یې زرګونه ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورسیږي.

ډاکټر جمال الدین وویل: «زموږ د پولیو مبارزین وتوانیدل چې په پوره اخلاص او په ډیرې میړانې سره مسجد په مسجد، کور په کور، کلي په کلي، په لویو لارو، په سرحدونو او دروازو باندې د پولیو د لمنځه وړلو په موخه ټولو ماشومانو ته واکسین تطبیق کړي.»

پولیو ویروس له افغانستان او پاکستان پرته په نورو هیوادونو کې له منځه وړل شوی، خو په دې هیوادونو کې لاهم هر کال ګڼې پېښې ثبتېږي.

د طالبانو له لوري د پولیو واکسین ځنډېدل

د د پولیو واکسین د کمپاین د ځنډول کېدو په تړاو د اطلاعات روز ورځپاڼې د راپور تر خپرېدو وروسته اسوشیټیډ پریس خبري آژانس هم د ملګرو ملتونو له قوله راپور ورکړی چې طالبانو په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ واکسین کمپاینونه ځنډولي دي.

د اسوشیټیډ پریس د راپور له مخې، د واکسین کمپاین د ځنډولو خبر په سپتمبر میاشت کې د ایمن‌سازی د کمپاین تر پیل وړاندې د ملګرو ملتونو ادارو ته ورکړل شوی دی.

په دې راپور کې ویل شوي چې د ځنډولو هیڅ دلیل نه دی وړاندې شوی او نه هم د طالبانو کوم چارواکي په دې اړه نظر ورکولو ته حاضر شوی دی.

خو، د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان بیا د پولیسو واکسین د ځنډیدو په اړه د راپورنو تر خپریدو وروسته وویل، چې د پولیو پر واکسین د بندیز یا ممنوعیت اړوند رسما هیڅ نشته دي.

هغه ویلي، چې د پولیو واکسین د ځنډیدو په تړاو ځینو رسنیو ناسم معلومات خپاره کړي او زیاته کړې ده چې دوی هڅه کوي د پولیو واکسین په داسې مشروع او تخنیکي لارو چارو تطبیق کړي چې د ټولنې لپاره ګټه  ولري.

سرچینې وایي، چې ښایي طالبان نور ښځینه واکسیناتورانو اجازه ورنه کړي چې واکسین تطبیق کړي

تېره یکشنبه (۲۵ د وږي) واکسیناتورانو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې ټاکل شوې وه د پولیو واکسین د تطبیق نوی کمپاین تېره دوشنبه (۱۹ د وږي) په کابل کې پیل شي، خو مسوولینو اعلان وکړ چې دا کمپاین تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوی دی.

یوې ښځینه واکسیناتورې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تر اوسه د پولیو واکسین کمپاین د ځنډ لامل څرګند نه دی.

هغې زیاته کړه چې ځینو کوردیناتورانو خپلو کارکوونکو ته ویلي، چې د واکسین تطبیق کمپاین یوازې د ښځینه واکسیناتورانو لپاره ځنډول شوی دی.

دې سرچینې ټینګار کړی چې تر اوسه د مسوولینو له خوا د واکسین کمپاین د درولو دلیل نه دی اعلان شوی؛ خو دا وېره شته چې ښایي نور ښځینه واکسیناتورانو ته د کار اجازه ورنه کړل شي.

په کابل کې یوې ښځینه واکسیناتورې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې ښځو ته ویل شوي چې باید یو نارینه محرم ولري.

طالبانو تر دې مخکې هم په ځینو ولایتونو کې ښځینه واکسیناتورانې اړې کړې وې چې محرم نارینه ولري او په ځینو نورو ولایتونو کې یې ښځې له دې کمپاین څخه شړلې وې.

کندهار ولایت کې سرچینې وایي، چې د پولیو واکسین کمپاین جومات په جومات ترسره کېږي، خو په دې کمپاین کې ښځینه واکسیناتورانې ګډون نه لري.

د روغتیا نړیوال سازمان یو لوړپوړي چارواکي اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته ویلي، چې د کور په کور واکسین پرځای په جوماتونو او نورو ځایونو کې د واکسین کولو بحثونه روان دي.

د پولیو واکسین کمپاین په داسې حال کې ځنډول شوی چې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې په روان کال کې په افغانستان کې ۱۸ مثبتې پېښې ثبت شوې چې ډېری یې په سویل کې دي.

تر دې مخکې روغتیایي سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي و، چې په روان لمریز کال کې یوازې په کندهار کې ۱۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

همدا راز په ارزګان او هلمند او په ختیځو ولایتونو کونړ او نورستان کې هم پېښې ثبت شوې دي.

اسوشیټیډ پریس لیکلي، چې په افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین ځنډول د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره یو لوی خنډ دی او هغه هڅې زیانمنوي چې د پولیو د پای ته رسولو لپاره په نړیواله کچه روانې دي.