close

د کابل-جلال‌اباد پر لویه لار د دریو ترافیکي پېښو له کبله یو کس مړ او ۵۲ نور ټپیان شوي

اطلاعات روز: لغمان کې د طالبان پولیس خبر ورکوي، چې د دغه ولایت اړوند د کابل-جلال‌اباد پر لویه لاره د دریو ترافیکي پېښو پرمهال یو کس ژوند بایللی او ۵۲ نور ټپیان شوي دي.

د لغمان امنیې قومندانۍ ویاند محمد یونس یوسفزی وایي، لومړۍ ترافیکي پېښه تېره ورځ (یکشنبه، ۱ د تلې) د کابل-جلال‌اباد پرلویه لاره د قرغیو ولسوالۍ اړوند «کاکڅ فرمانخیلو» سیمه کې د بکسه او مرسیډیز موټرو د ټکر له کبله رامنځته شوې چې پرمهال یې یو کس مړ او ۳۹ نور ټپیان شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې دویمه پېښه بیا د «مشاله کمر» سیمه کې د دوو سراچه ډوله موټرو ترمنځ شوې چې پرمهال یې ۷ کسان ټپیان شوي دي.

د یوسفزي په خبره درېیمه ترافیکي پېښه هم د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د قرغیو ولسوالۍ اړوند «درونټې» سیمه کې د دوو موټرو ترمنځ شوې چې له کبله یې ۶ کسان ټپیان شوي دي.

د نوموړي په خبره د یادو پېښو په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، چې پر وخت روغتیایي مرکزونو ته لیږدول شوي چې ډاکټرانو د ځینو روغتیایي حالت نازک ښودلی دی.

د کابل-جلال‌اباد لاره د هیواد یوه له مهمو ترانزیټي لارو شمیرل کېږی چې ډیر کله پرې ترافیکي پېښې رامنځته کیږي او د ګڼ شمیر هیوادوالو ژوند اخلي.

د لویو لارو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې‌ احتیاطي او قوانینو ته نه پاملرنه د ترافیکو پې‍ښ‍و او مرګ ژوبلې د ډېروالي لاملونه ګڼل ګېږي.