کونړ او نورستان کې ځايي اوسېدونکي شکایت کوي، چې د دغو ولایتونو په مرکزونو او لېرې پرتو ولسوالیو کې د ځنګلونو ګڼې برخې له منځه تللي او غوښتنه کوي، چې د طالبانو حکومت دې د ځنګلونو د بیا رغونې په برخه کې رغنده ګامونه واخلي.
دوی ادعا کوي، د جمهوري نظام پرمهال د طالبانو په ملاتړ ګڼ ځنګلونه وهل شوي او د اور لګېدنې له امله سوځېدلي، چې د بیا رغونې ترڅنګ یې د ساتنې او پالنې لپاره د لازمې پاملرنې غوښتنه کوي.
په ورته مهال د کونړ او نورستان ځايي طالب چارواکي د ولسي خلکو غوښتنې پرځای بولي او وايي، چې د ځنګلونو یو شمېر برخې بیا احیاء شوي او د پاتې برخو لپاره پلانونه لري.
د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ د دېوه ګل درې اوسېدونکی غلام الرحمن وايي، د پخواني جمهوري حکومت پرمهال د جګړو له امله په دې دره کې د ځنګل ګڼې ونې وهل شوي، قاچاق شوي او یو شمېر په قصدي او غیر قصدي ډول سوځول شوي؛ خو د بیا احیاء لپاره یې تر اوسه کوم ګام نه دی پورته شوی.
نوموړی اندېښنه لري، که د ځنګلونو د بیا احیاء لپاره کوټلي اقدامات ونه شي د ځنګلونو پاتې برخې به هم له منځه لاړې شي.
هغه له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «دېوه ګل کې په پخواني حکومت او اوس د طالبانو په وخت کې ډېر ځنګل رېبل شوی او لرګی قاچاق شوی، بعضې ځایونو کې سوځول شوی، طالبان وايي، چې مونږ د ځنګل د ساتنې لپاره پام لرو؛ خو تر اوسه یې کوشش په نشت برابر دی، باید په کومو ځایونو کې چې ځنګل وهل شوی بېرته مصنوعي ځنګل جوړ کړي د پاتې ځنګل د ساتنې لپاره صادقانه هلې ځلې وکړي.»
د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکي بیا وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د جمهوري نظام پرمهال د طالبانو په ملاتړ ګڼ ځنګلونه وهل شوي او قاچاق شوي؛ خو اوس یې د رغونې لپاره دې ډلې کوم ګام نه دی اخېستی.
ځايي خلک وايي، په ځلونو یې طالبانو ته د ځنګل د بیا احیاء په موخه وړاندیزونه کړي؛ خو په خبره یې تر اوسه یې دوی ته کوم مثبت ځواب نه دی ورکړی.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکی شاه زمان (مستعار) له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «د ناړۍ ډېرو ساحو کې پخواني حکومت پرمهال [طالب] ځای پر ځای وو او خلکو ته اجازه ورکړې وه، چې ځنګل قاچاق کړي، چې دوی ترې بدل کې پیسې اخېستې، اوس ټول ځنګل همغسې په زوړ حالت کې پاتې دی، مونږ ورته څو ځل وویل چې نوې ونې کېنوئ او د نورو د وهل کېدو مخه ونیسئ؛ خو هېڅ مثبت قدم نه اخلي.»
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لپاره د طالبانو مسوولین د ولسي خلکو ستونزې او شکایتونه مني؛ خو وايي په یو شمېر سیمو کې یې سلګونه هکتاره ځنګلونه بیا رغولي او په څه باندې درې سوه هکتاره ځمکه یې نوي بڼونه جوړ کړي.
د کونړ د کرنې ریاست لپاره د طالبانو رییس سلېمان ایمن وايي، د ځنګلونو د پالنې او ساتنې په موخه یې کلیوالي شوراګانې جوړې کړي او هڅه کوي، چې پرمټ یې د وهل کېدونکو ځنګلونو مخه ونیسي.
نوموړی زیاتوي: «مونږ په تېرو درې کلونو کې د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې پروګرام له لارې ۲۹۸۰ هکتاره ځنګلونه رغولي او ۳۲۱ هکتاره ځمکه کې نوي باغونه جوړ کړي، په دې کې زیاتره د چهار ماغزو بڼونه دي، چې کونړ کې یې نتیجه ډېره ښه ده او د ځنګلونو د ساتنې په موخه مو کلیوالي شوراګانې جوړې کړي، چې آینده کې څوک ځنګل ته زیان ونه شي رسولی.»
په ورته مهال د نورستان ځايي اوسېدونکي هم وايي، چې په دغه ولایت کې په تېرو دوو لسیزو کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې سیمو کې په ډېر شمېر ځنګل سوځېدلی او قاچاق شوی.
سیمه ییز خلک وايي، طالبان دې د ځنګلونو د بیا رغونې لپاره صادقانه ګامونه واخلي او د ځنګل ساتنې په برخه کې دې له بې پروایۍ لاس واخلي.
د نورستان د مرکز پارون اوسېدونکی غلام حیدر له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «د نورستان په مرکز پارون او ټولو ولسوالیو کې هم په جمهوریت کې ځنګل سوځېدلی، هم قاچاق شوی او د طالبانو په حکومت کې سوځېدلی او هم قاچاق روان دی؛ خو دوی څه ډول چې پکار ده هغسې یې مخنیوی نه دی کړی، باید دوی دا ټول ځنګلونه له سره ورغوي، ځکه ځنګل ملي شتمني ده او که دا همداسې پرېښودل شي، نو بیا به شته ځنګل هم له زیان سره مخ شي.»
د نورستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د طالبانو د کرنیزو چارو آمر حنیف افغان وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دغه ولایت کې د ځنګل ساتنې په موخه شنه قطعه فعاله شوې، چې تر یو بریده یې د ځنګل وهنې مخه نیولې.
نوموړی زیاتوي، چې د ځنګل ساتنې په موخه یې پخوانۍ ولسي ناغې هم فعالې کړي او د ځنګل وهنې د مخنیوي په موخه یې خلکو ته د لمریزې انرژۍ پرمټ چلېدونکې خونې ورکړي، چې د سون لرګیو استعمال ورسره کم شوی.
حنیف افغان زیاتوي: «مونږ تر څلوېښتو پورې کورنیو ته سولر کوکرې ورکړي، چې هم کور ګرمېږي او هم مو ورته داسې وسایل ورکړي، چې پخلی پرې کېږي، چې د لرګیو د سوځولو لګښت ورسره کم شوی او هڅه کوو د مرستندویه ادارو پر مټ پاتې خلکو سره هم دا مرستې وکړو او هم مو د ځنګل ساتنې د مخنیوي په موخه ولسي شوراګانې جوړې کړي، چې چاته اجازه نه ورکوي، چې ځنګل ووهي.»
د نورستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لپاره د طالبانو مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا ۳۰۰ زره هکتاره ځنګل شتون لري، چې په تېرو وختونو کې د جګړو پرمهال او د اور لګېدنې له امله یې شاوخوا شپږ سلنه برخه له منځه تللې.