اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش د افغانستان د ښځو په اړه د دې سازمان په یوه ناسته کې له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره پر ښځو او نجونو لګول شوي تبعیضي بندیزونه لېرې کړي او تر شپږم ټولګي پورته نجونو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه پرانيزي.
ګوتریش په دې ناسته کې چې پرون (دوشنبه، ۲ د تلې) جوړه شوې وه، وویل چې د افغانستان ښځې او نجونې له ژور جنسیتي تبعیض او ظلم سره مخ دي.
هغه د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون ته په اشارې وویل، چې دې قانون له عامه ژوند څخه د ښځو او نجونو سیسټماټیک حذفول رسمي کړي دي.
ګوټریش زیاته کړه: «د افغانستان ښځې او نجونې زیاتره په خپلو کورونو کې بندیوانې دي، له ازاد تګ-راتګ او تقریبا له تعلیم یا کار پرته هغوی ان له دې هم منع دي چې په عامه محضر کې سندرې ووایي یا خپل غږ اوچت کړي.»
د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل، چې د طالبانو د امربالمعروف قانون د هغو فرمانونو او حکمونو دوام دی چې په ټول افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق او ازادۍ سلبوي.
هغه زیاته کړه، چې د افغانستان ښځې د جنسیت پر بنسټ له تاوتریخوالي، په اصطلاح ناموسي وژنو او د میندو د مړینې له لوړې کچې څخه کړېږي.
ګوتریش وویل: «زیاتره افغان ښځې د امید او ژوند د بایللو له کبله د سیورو په څېر دي چې باید بې غږه حرکت وکړي او تل له مجازاتو په وېره کې وي.»
د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل، چې شدید جنسیتي تبعیض یوازې د بشري حقونو د کنوانسیونونو او قوانینو سرغړونه نه ده، بلکې په ملي کچه ځانځورونه ده او اقتصادي ځانبساینه تضعیفوي.
هغه وویل، چې د نجونو زده کړې د اقتصادي پرمختګ د پیل او د روغتیا، سوکالۍ او د ټولنو د پرمختګ لپاره یوه له چټکو لارو څخه ده.
ګوټریش وویل: «بې له زدهکړو لرونکو ښځو، د رهبرۍ د کچې په ګډون په دندو کې بې له ښځو او د نیم نفوس د حقونو له رسمیت پیژندنې پرته به افغانستان هېڅکله به په نړیوال ډګر کې خپل مستحق ځای ونه مومي.»
د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړه، چې د اسلامي همکاریو د سازمان په ګډون په ټوله نړۍ کې هېوادونه او سازمانونه په شدت سره د افغانستان د نجونو او ښځو د اساسي حقونو د درناوي غوښتنه کوي.
هغه وویل: «زه هم له هغوی سره یم او غواړم چې د دې ډلې چارواکي ژر تر ژره ټول تبعیضي محدودیتونه لېرې کړي او له شپږم ټولګي پورته د نجونو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه پرانيزي.»
ګوتریش وویل، چې ملګري ملتونه له افغان ښځو او د هغو له ډلو سره اړیکه تعامل ساتي او نړیواله ټولنه یې تر څنګ ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار وکړ: «موږ به هېڅکله اجازه ور نه کړو چې د نړۍ په یو ځای کې هم جنسیتي تبعیض عادي شي.»
طالبانو په افغانستان کې له واکمنېدو راهیسې پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګولي دي.
درې کاله کېږي چې د افغانستان اکثریت نجونې او ښځې له زده کړو او کار کولو څخه منع دي.
طالبانو د وګړو پر ازادیو او حقونو د بندیزونو په دوام په دې وروستیو کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر په نوم یو لړ مقررات وضع کړي دي.
دا قانون د هېوادونو او د ملګرو ملتونو له پراخو نیوکو او منفي غبرګونونو سره مخامخ شوی.
خو، طالبانو پر خپلو قوانینو نیوکه او له هغو سره مخالفت جرم اعلان کړی او ویلي یې دي چې د دې ډلې د قوانینو مخالفین او منتقدین به محاکمه شي.