د کندهار د صنعتي پارکونو شمالي، سویلي او بای پاس برخو شاوخوا ۱۰۰۰ جریبه ځمکه د کوچیانو او ناقلینو له لوري غصب شوې او د کارخانو پرځای یې پرې کورونه جوړ کړي دي. دا غصب شوې ځمکه د کندهار د صنعتي پارکونو په منځ کې موقعیت لري او ارزښت یې میلیونونو ډالرو ته رسبږي؛ خو نه تېر جمهوري نظام او نه هم تر اوسه د طالبانو اوسنی حکومت توانیدلی چې یاده ځمکه د غصب څخه راوګرځوي.
کندهار کې د کانونو او صنایعو خونې مشر سید سرور آغا وایي، د دې ولایت شمالي، سویلي او بای پاس صنعتي پارکونو ۴۰ سلنه ځمکه چې شاوخوا زر جریبه کېږي د بېلابېلو کسانو لخوا غصب شوې او له امله یې دغلته د پام وړ صنعتي پرمختګ نه دی شوی.
نوموړې زیاتوي، دغه ځمکې د کوچیانو او ناقلینو له لوري غصب شوي، چې د استوګنیزو کورونو په جوړولو سره یې لاهم په واک کې دي.
سید سرور آغا زیاته کړه، چې په صنعتي سیمو او د تولیدي فابریکو په منځ کې اوسیدل ښايي په راتلونکي کې دغه خلک په تنفسي او د پوستکي په ناروغیو اخته کړي.
هغه وویل: «د کندهار په صنعتي پارکونو کې چې شمالي، بای پاس او جنوبي پارکونو دي چې ۴۰ فیصده ځمکه یې غصب شوې او د کندهار د صنعت کارانو او پانګوالو له لاس څخه دا ځمکې لېرې دي، زموږ اصلي صنعت کارانو او پانګوالو ته په لاس نه دي ورغلي او زموږ ډیر صنعت کاران او پانګوال تر اوسه د کندهار ښار په ناحیو او نورو سیمو کې په کرایي ځایونو کې خپل فعالیت کوي، د دې غصب شوې ځمکې اندازه نږدې ۱۰۰۰ جریبو ته رسیږي او اوس هم کوچیان او نور ناقلین پرې استوګن دي او زموږ د صنعت د ودې مخه یې نیولې.»
په همدې حال کې هغو کسانو چې د کندهار د صنعتي پارک ځمکې غصب کړي، وایي له تېرو شلو کلونو راهیسې دغلته استوګن دي او د ځمکو قانوني سندونه په لاس کې لري.
نذیر احمد یو له هغو کسانو دی چې د کندهار صنعتي پارک شمالي برخه کې یې د ځان لپاره کور جوړ کړی. دی وایي، کومې ځمکې چې دوی په واک کې لري له پانګوالو یې پیرلي او قانوني سندونه هم په لاس کې لري.
نذیر احمد وویل: «موږ خو دلته مفت نه یو پراته دا ځمکې موږ رانیولي حکومت فابریکه والاوو ته تقسیمولې موږ بیا د هغو څخه رانیولې، یونیم کسان کوچیان دي، یو نیم ناقلین دي، یو نیم کسان بیا دلته په دغه فابریکو کې کار کوي، حکومت تر اوسه موږ ته نه دې ویلي چې دا ځمکې تاسو غصب کړي.»
د کندهار د شمالي صنعتي پارک بل استوګن ګل محمد بیا وایي، چې دا ځمکې یې له شخصي اشخاصو او پانګوالو څخه رانیولي او وروسته یې پرې د استوګنې کورونه جوړ کړي دي. نوموړی زیاتوي چې د دوی د ایستلو په صورت کې د طالبانو حکومت اړ دی، چې دوی ته د اوسیدو لپاره بدیل کورونه ورکړي.
د هغه په وینا، چې د صنعتي پارک زیاتې ځمکې د تېر حکومت پرمهال د صنعت او سوداګرۍ خونۍ لخوا پر بېلابېلو خلکو د رسمي سندو سره یو ځای پلورل شوي دي.
ګل محمد زیاتوي، چې د طالبانو بیا ځل حاکمیت سره سم د کندهار صنعتي پارک کې سلګونه کورونه کوچیان میشت شوي چې ځینو پر دغو ځمکو د استوګنې کورونه هم جوړ کړي دي.
بلخوا کندهار کې میشت پانکوال او فابریکه لرونکي بیا د ځمکو له نشت شکایت کوي او زیاتوي چې د کندهار د کانونو او صنایعو خونې ته یې څو ځلي د ځمکو اخیستو لپاره وړاندیزونه کړي خو پایله یې نه ده ورکړې. دوی وایي، په صنعتي پارک کې د میشتو کوچیانو او ناقلینو سره سخت په تکلیف دي او د پانګوالو لپاره یې بېلابېلې ستونزې جوړې کړي دي.
کندهار کې د سویلي صنعتي پارک اړوند د پلاستکې توکو جوړولو د یوې کارخونې مشر او پانګوال بشیر احمد افغان وایي، دغلته مېشت کوچیان او ناقلین ورته وخت ناوخته ستونزې جوړوي.
هغه زیاتوي، ډیر شمېر پانګوال د صنعتي پارک دباندې د ښاري ناحیو اړوند په کرایه ځمکو او کورونو کې کاروبار مخته وړي او تر اوسه ورته ځمکې نه دي وېشل شوي.
بشیر احمد افغان وویل: «اول وخت کې ما پر بای پاس عمومي سړک ځمکه په کرایه نیولې وه هلته اوسیدم اوس مو دلته دا ځمکه په کرایه نیولې، دلته بیخي ډيره ځمکه غصب شوې که درته ووایم تر ۵۰ زره جریبه ډیره ځمکه غصب شوې، غوښتنه دا لرو چې د دا کوچیانو او ناقلینو څخه باید دا ځمکې واخیستل شي او پر پانکوالو ووېشل شي، څو وارې دا کوچیانو او ناقلینو زموږ څخه غلاوې کړي، نور مشکلات یې موږ ته جوړ کړي دي.»
دغه پانګوال د طالبانو له حکومت څخه غواړي ترڅو د کندهار صنعتي پارک ټولې غصب شوي ځمکې له غصب څخه خلاصي کړي او صنعت کارانو ته یې په واک کې ورکړي.
دغه راز کندهار کې ښار کې د څپلیو او بوټونو د یوې تولیدي کارخونې مسوول حبیب الله وایي، تر ډیرو هڅو وروسته اوس هم نه دی بریالی شوی، چې د کندهار په صنعتي پارک کې ځمکه ترلاسه کړي.
هغه زیاتوي، چې څو ځلې یې د طالبانو حکومت او د کندهار صنعت او سوداګرۍ ریاست ته د ځمکې ترلاسه کولو لپاره وړاندیز کړی، خو بیرته یې د رد ځواب ترلاسه کړی.
حبیب الله وایي، اوسمهال په یوه کرایه کور کې خپل فعالیتونه پرمخ وړي او دې کار یې د پرمختک مخه ډب کړې.
هغه وویل: «دا ځمکې چې غصب شوي که بیرته ترلاسه شي او پر موږ وویشل شي موږ به ډیر هوسا شو، ۱۲ ساعته به برق ته لاسرسی ولرو، اوبو ته به لاسرسی ولرو، تولیدات به مو ارزانه راته تمام شي، اوس په ښار کې مو بیخي زیات په تکلیف یو، غیرې معیاري ځای مو دی، د یوه ځای څخه بل ځای ته کډه شو، رقم رقم مشکلات راته جوړیږي، هلته ناقلین په زوره ناست دي باید ټول وایستل شي.»
نوموړی هم غوښتنه کوي، چې واکمن حکومت دې کندهار کې پر پانګوالو ځمکې وویشي او د هغو لپاره دي بېلابېلې اسانتیاوې رامنځته کړي، ترڅو نور کسان هم پانکونې ته زړه ښه کړي.
ورته مهال کندهار کې د طالبان د کرنې اوبو لکولو او مالدارۍ ریاست چې د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون مشري په غاړه لري وایي، تر اوسه یې زرګونه جریبه سلطاني ځمکه له غصب څخه خلاصه کړې.
دغه ریاست وایي، دوی یوازې سلطاني او هغه ځمکې چې د ادارو مربوط نه وي له غصب څخه خلاصوي او په خبره یې چې د ادارو اړوند ځمکو د خلاصولو مسوولیت خپله د هماغه ادارو په غاړه دی.