اطلاعات روز: د بشري حقونو پاکستانۍ فعاله ملاله یوسفزۍ وايي، چې د نړۍ د بیړنۍ اړتیا په توګه د افغان نجونو څخه د ملاتړ او د طالبانو د پوښتلو په تړاو یې د کاناډا له لومړي وزیر جاسټین ټروډو سره خبرې کړې دي.
یوسفزۍ ایکس کې پر خپله پاڼه ليکلي، چې د طالبانو د جنسیتي اپارتاید ظالمانه سیستم باید د بشریت پر خلاف د جنایت په توګه وپېژندل شي.
طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو ورسته پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه لګولي. اوس مهال په هیواد کې ښځې او نجونې د کار، زده کړو او ازاد تګ-راتګ اجازه نه لري. د ښځینه فعالانو په اند، د طالبانو دا سیاستونه جنسیتي اپارتاید دی.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش هم د افغانستان د ښځو په اړه په یوه جانبي غونډه کې ويلي، چې افغان نجونې او ښځې له ژور تبعیض او د جنسیت پر اساس له ظلم سره مخ دي.
ده له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر خلاف دې بندیزونه سمدستي لېرې کړي او تر شپږم ټولګي لوړو نجونو پر وړاندې دې ښوونځي او پوهنتونونه خلاص کړي.