close

طالبانو په بادغیس کې د تېر حکومت یو سرتېری په ډزو وواژه

اطلاعات روز: په بادغیس کې سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د طالبانو استخباراتو د تېر حکومت یو سرتېری په ډزو وژلی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پخوانى سرتېرى نصير احمد نومېده او د تېر حکومت پرمهال یې د بادغيس په امنيې قومندانۍ کې کار کاوه.  نوموړی تېره ورځ (شنبه، ۷ د تلې) ماښام مهال د قلعه نو ښار د دویمې ناحیې اړوند د «چاکرهای» په سیمه کې د طالبانو له خوا وژل شوی دی.

یوې سرچینې په یوه استولي پیغام کې اطلاعات روز ته ویلي، چې د طالبانو استخباراتو نصیراحمد د «ملي مقاومت جبهې» سره د تړاو په تور په داسې حال کې په ډزو وژلی، چې نوموړی «بې ګناه» و. سرچینې څرګنده کړې چې د دغه کس د وژلو لامل په تېر حکومت کې د هغه پوځي سابقه وه.

خو، يوه بله سرچينه وايي، چې د طالبانو استخباراتو لومړى نصيراحمد له يوه لاسي بم سره نيولى، خو بيا يې څو ساعته وروسته په ډزو وژلی دی.

بادغیس کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو تر دې وړاندې هم څو څو ځله پخواني نظامیان په بېلابېلو پلمو نيولي، بنديان کړي او وژلي دي، په داسې حال کې چې د دې ډلې مشر په لومړيو کې عمومي عفوه اعلان کړې وه.