د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې د جانان په نوم يو معلول ځوان چې په تېرو جګړو کې یې یوه پښه له لاسه ورکړې د ځوانانو لپاره یې د بدن ښکلا ورزشي کلب جوړ کړی او هره ورځ لسګونه ځوانان دغه کلب کې د غړو ښکلا او پیاوړي کولو په موخه تمرین کوي.
جانان چې ۳۵ کاله عمر لري، وايي څوارلس کاله وړاندې یې د ماین په چاودنه کې یوه پښه له لاسه ورکړه او هغه مهال که څه هم مایوسه شو، خو په خبره یې چې معلولیت یې د پرمختګ مخه ونه نیوله او څو کاله وروسته یې ښه وګڼله چې ځوانانو ته د خدمت په موخه یو ورزشي کلب جوړ او د معلولیت په اړه خلکو ته مثبت پیغام ورکړي.
هغه باور لري چې هر څوک، پرته له دې چې څنګه وي، د پرمختګ او بریالیتوب حق لري، او د ورزش او نورو مثبتو لارو د ځوانانو ژوند بدلولی شي.
جانان وویل: «زه په ۲۰۱۰ کال کې د يو ماين چاودنې پرمهال معلول شوی يم تر معلوليت رامنځته کيدو وروسته مايوسه شوم، خو وروسته مې ښه وګڼله چې داسې يو کار وکړم چې هم وطن ته خدمت شي او هم زه په معلوليت کې د ځان لپاره د کار زمينه برابره کړم بیا مې پريکړه وکړه چې د زيبایي اندام برخه کې يو ورزشي کلب جوړ کړمه.»
دغه معلول ځوان وايي، چې د ياد ورزشي کلب د فعاله کيدو يې ۸ کاله تيريږي، چې له هغه راهیسې یې تر ۵۰ زيات ځوانان د بدن ښکلا په برخه کې تر استادۍ رسولي او تر ۱۰۰۰ زياتو ځوانانو ته يې ورزشي روزنې ورکړي دي.
جانان د نورو معلول کسانو څخه غوښتنه کوي، چې د معلوليت په دوره کې دې ځان د ټولنې د اوږو بار نه جوړوي او د ده په څير دې د ځان او وطن خدمت کولو ته ملا وتړي.
هغه زياتوي، چې د ورزش په برخه کې د ښه کار کولو له امله په ټولنه کې ښه نوم لري او خلک نوموړي ته زيات درناوی کوي.
جانان په خپلو خبرو کې وویل: «ما د ۲۰۱۶ کال څخه دغه ورزشي کلب فعال کړی تر اوسه ښه فعاليت کوي تر اوسه پورې ما ۵۰ کسان د استادۍ پورې رسولي دي او تر ۱۰۰۰ زياتو نورو ځوانان مو په عادي ورزش کې روزلي دي، زه ډير داسې معلول شوي کسان چې په تېرو جګړو کې یې د بدن غړې له لاسه ورکړي وينمه چې د ژوند څخه ناهيلي دي، خو زما يو خاص پیغام دغه معلول شویو کسانو ته دا دی چې باید ناهيلي نه شي داسې يو کار دې وکړي چې د دوی په وس پوره وي معلوليت نه شي کولای چې زموږ ستاسو د کار کولو مخه ونيسي.»
دغه معلول ځوان د جګړو څخه کرکره کوي او د ټولو افغانانو څخه غوښتنه کوي چې نور دي جګړو کولو ته لمن نه وهي او د هېواد د ابادۍ لپاره دې پر يوه ټغر سره راټول شي.
په ورته مهال يو شمير هغه ورزشکاران چې دا مهال د جانان په کلب کې په ورزش بوخت دي، وايي چې د جانان ورزشي روزنه غوره ده او په خپل مسلک کې پیاوړی دی.
په یاد ورزشي کلب کې په ورزش بوخت ځوان حکمت الله وايي، چې د تېرو څلورو مياشتو راهیسې په دغه کلب کې په ورزش بوخت دی او جانان ورته په ښه توګه روزنه ورکوي.
نوموړي وویل: «زموږ دغه استاد چې معلول هم دی خو ډير تکړه دی موږ ته ډيره ښه روزنه راکوي ډير کسان به د هغه په معلوليت بيخي پوه نه شي د روزنې په برخه کې ډير ښه استاد دی.»
د بدن ښلا په دې کلب کې يو بل ورزشکار سيد احمد چې يو نيم کال يې د روزنې کېږي، وايي چې د ياد معلول استاد د روزنې لاندې یې دا وړتیا پیداکړې چې د غړو ښکلا ورزش برخه کې خپله هم روزنکي شي او پلان لري چې په راتلونکي کې دغه ډول یو ورزشي کلب جوړ کړي.
هغه هم د نورو معلول کسانو څخه غوښتنه کوي چې د معلول جانان په څير دې د ځان لپاره د کار زمينه خپله برابره کړي.
نوموړي وویل: «زه دلته يو نيم کال کېږي چې ورزش کوم اوس دې ځای ته رسيدلی يم چې د زيبایي اندام برخه کې استاد شم او د دې ځاي څخه اوس فارغ کېږمه دا استاد ډير مسلکي روزنه خلکو ته ورکوي په داسې معلولیت کې دی دومره ډير زخمت باسي چې روغ کسان هم نه شي کولای چې د ده په څير استادي وکړي.»
بلخوا ارزګان کې د طالبانو ځايي مسوولين د ورزش په برخه کې د معلول شوي جانان د هڅو ستاينه کوي او وایي، چې د نوموړي هر ډول ستونزو حل کیدو ته ژمن دي.
په دې ولایت کې د طالبانو د والي وياند اغاولي انعام وايي، چې ورزشکار جانان په ياد ولايت کې ډيرو ځوانانو ته ورزشي روزنه ورکړې او زياتوي: «زموږ په ارزګان ولايت کې چې يو کس معلول هم دی اوس نورو کسانو ته د ورزش په برخه کې روزنه ورکوي د هغه د دغه هڅو موږ ستاينه کوو ولايت مقام ژمن دی چې که دی هره ډول ستونزه ولري موږ به يې په حل کولو کې ورسره مرسته وکړو.»
افغانستان کې د تېرو څو لسيزو جګړو له کبله ميليونونه افغانان معلول شوي، چې ډیری یې د بې کارۍ له امله په بد اقتصدي حالت کې ژوند کوي.