close

پر ګوزن ضد واکسین محدودیتونه؛ کونړ او نورستان کې خلک د خپلو ماشومانو روغتیا ته اندېښمن دي

له کله نه چې د طالبانو حکومت کور په کور د ګوزڼ ضد واکسین پر تطبیق بندیز لګولی، کونړ او نورستان کې ځايي خلک د خپلو ماشومانو روغتیا ته اندیښمن دي او وایي، طالبانو د کوچنیو ماشومانو د روغتیا ضد ګامونه اخېستي او د دغې ډلې یاده پرېکړه بشر ضد عمل یادوي.

ولسي خلک له طالبانو غوښتنه کوي، چې په دې برخه کې دې خپله پرېکړه له سره واخلي او د کوچنیو ماشومانو له ژوند سره دې لوبې نه کوي.

د کونړ د دانګام ولسوالۍ اوسېدونکی رحمن ګل چې خپل شل کلن زوی یې پر ګوزڼ ناروغۍ اخته شوی او د خپل بدن غړی (پښه) یې فلج شوې د خپلو نورو کوچنیو ماشومانو روغتیا ته اندېښمن دی.

نوموړی د طالبانو پر دغې پرېکړې غوسه دی او د واکمنې ډلې دا کار بشر ضد او د کوچنیو ماشومانو له روغتیا او با ثباته راتلوونکې سره دښمني یادوي.

رحمن ګل وویل: «زما یو زوی د پولیو واکسین د نه موجودیت له امله په پښه فلج شوی، نورو ټولو ماشومانو ته به مې واکسین کاوه؛ خو اوس چې امارت [طالبانو] کور په کور د واکسین کمپاین بند کړي د ماشومانو په حق ډېر ظلم دی، ماشومانو څه ګناه کړې، چې له دوی د صحت حق اخېستل کېږي، دا خو یې حق دی باید ورکړل شي، دا له ماشومانو سره زړه سوی نه بلکې دښمني ده ورسره چې طالبان یې کوي.»

د کونړ اوسېدونکي د طالبانو له لوري د ګوزڼ ضد واکسین کور په کور کمپاین بندیز غوسه کړي او اندېښنه لري که دا ډله له خپلې پرېکړې په شاه نه شي په دغه ولایت کې به د سلګونه زره ماشومانو روغتیا زیانمنه شي.

د کونړ د مرکز اسعد اباد اوسېدونکی عبدالرشید له طالبانو غوښتنه کوي، چې خپله تازه پرېکړه له سره واخلي او د کوچنیو ماشومانو د روغتیا لپاره دې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

عبدالرشید له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: «د پولیو واکسین ډېر مثبت دی، باید اوسنی حکومت [طالبان] اجازه ورکړي، چې دا کمپاینونه بېرته شروع شي؛ خپله خو مصارف نه کوي، نړۍ وال چې زمونږ د ماشومانو لپاره مصارف کوي هغې سره هم دښمني کوي.»

طالبانو په افغانستان کې کور په کور د پولیو ضد واکسین پر کمپاین بندیز لګولی، چې دې چارې د خلکو اندیښنې راپارولي دي. انځور: Polio Free Afghanistan

بل لور ته په دې ولایت کې یو شمېر روغتیاپالان هم پر ګوزڼ ضد واکسین د طالبانو بندیزونو اندېښمن کړي.

روغتیاپالان وايي، ګوزڼ ضد واکسین د کوچنیو ماشومانو د روغتیا په برخه کې مهمه ونډه لري او باید طالبان له نړۍ والو سره اوږه په اوږه د کوچنیانو د سالمې روغتیا لپاره صادقانه ګامونه واخلي.

روغتیا پال لعل په دې اړه وویل: «پولیو واکسین د ماشومانو انتي باډي او معافیتي سېستم د هغو ناروغیو پر وړاندې قوي کوي، چې پر دوی مستقیمه حمله کوي او د دوی صت ګواښوي، د پولیو واکسین دوه څاڅکي کولی شي د ماشومانو ټول ژوند له روغتیايي ستونزو وژغوري په ځانګړي ډول له دایمي فلج څخه؛ زما غوښتنه دا ده، چې اوسنی نظام [طالبان] د بشریت په خاطر اجازه ورکړي، چې د پولیو واکسین بېرته شروع شي او له دې واکسین پاتې ټولو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورسېږي.»

په همدې حال کې د نورستان یو شمېر اوسېدونکي هم پر ګوزڼ ضد واکسین د واکمنې ډلې بندیزونو په غبرګون کې وايي، چې طالبانو په تېرو څه باندې درېو کلونو کې هغه ګامونه اخېستي، چې له امله یې عام خلک زیان ویني.

د نورستان د مرکز پارون اوسېدونکی یحیی نوري د طالبانو د رژیم دا کار غندي او غوښتنه کوي، چې له خپل ناسم دریځ لاس واخلي او د ولس په ګټه کارونو ته دې اجازه ورکړي.

نوموړي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: « له کله چې جمهوریت سقوط شوی طالبانو یو په بل پسې هغه فیصلې کړي او کوي یې چې دوی ته په کې شخصي ګټې نشته، پولیو واکسین کې د خلکو فایده ده، د ماشومانو صحت باوري کېږي؛ خو دوی ته په کې شخصي ګټې نشته؛ نو ځکه یې بند کړی، همدا نن که طالبانو ته نړۍ وال پیسې ورکړي په همغه ورځ به واکسین شروع شي، دوی د پیسو خلک دي او د پیسو لپاره هر ناروا کار ته اجازه ورکوي.»

یو شمېر سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې طالبانو د پولیو ضد واکسین کور په کور کمپاین د دیني عالمانو او قومي مخورو په غوښتنه بند کړی دی.

کونړ مېشتي وايي، د پولیو ضد واکسینو د کور په کور کمپاین د ځنډولو له امله سلګونه زره ماشومان له دې کمپاین بې برخې کېږي او باید طالبان له داسې پرېکړو، چې زیان یې عام خلک او کوچني ماشومان ویني لاس واخلي.

موږ هڅه وکړه، چې په دې تړاو د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نظر هم ولرو؛ خو له پرله پسې هڅو سره سره بیا هم ونه توانېدو چې د هغوی نظر ترلاسه کړو.

طالبانو تر اوسه په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین د کور په کور واکسینو کمپاین د بندیز په تړاو په ښکاره څه نه دي ويلي؛ خو د روغتیا نړۍ وال سازمان (WHO) بي بي سي ته منلې چې د طالبانو حکومت په سپتمبر میاشت کې د پولیو ضد واکسین کمپاین ځنډولی؛ خو د نېټې ټاکلو لپاره یې له طالبانو سره بحثونه روان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې یوازې روان کال د هېواد په سوېلي ولایتونو کې د پولیو ویروس ۱۲ مثبتې پېښې ثبت شوي او اندېښنې دا دي، که د کور په کور کمپاین ته اجازه ورنه کړل شي دا شمېر به په چټکۍ تر دې هم لوړ شي.

یادونه: په راپور کې ټول یاد شوي نومونه مستعار دي.