close

د حسن نصرالله وژل کېدل؛ پزشکیان: نړۍ به هېره نه کړي چې د دې برید فرمان له نیویارکه ورکړل شو

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د لبنان د حزب الله ډلې د مشر حسن نصرالله وژل کېدو ته په غبرګون کې ويلي: «نړیواله ټولنه به هېره نه کړي چې د دې ترهګریز برید فرمان له نیویارکه ورکړل شو.»

د ایران ولسمشر د دې برید پر مهال په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وینا لپاره د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو شتون ته اشاره کړې.

ده په یوه پیغام کې چې نن مازیګر (شنبه، ۷ د تلې) یې خپور کړی، ویلي چې «امریکایان نشي کولای له صهیونیستانو سره له خپلې همغږۍ ځان بري کړي».

پزشکیان حسن نصرالله «د مسلمانانو ویاړ او د جهاد او مقاومت بېلګه» بللی او ویلي یې دې چې د ده وژل کېدل «د سپېڅلي مقاومت شجره تر پخوا هم پیاوړې کوي».

د ایران ولسمشر د خپل پیغام په وروستیو کې ویلي چې «د لبنان حزب الله به تر پخوا هم په ښه ډول او د لمر په څېر وځلېږي او بې له شکه چې له ظالم سره د مبارزې توغ به ځمکې ته نه لوېږي».

د اسراییلو پوځ نن غرمه مهال اعلان وکړ چې د لبنان د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله یې د بیروت سویل کې د دې ډلې پر اصلي قومندانۍ په پروني برید کې وژلی دی.

تر دې څو ساعته وروسته د لبنان حزب الله ډلې د حسن نصرالله وژل کېدل تایید کړل او ویې ويل چې له اسراییلو سره به مقابلې ته دوام ورکوي.

د حسن نصرالله د وژنې تر رسمي تایید وړاندې د ایران رهبر علي خامنه‌يي له مسلمانانو وغوښتل چې د لبنان او حزب الله تر څنګ ودرېږي.

حسن نصرالله له ۱۳۷۱ لمریز کال راهیسې د حزب الله د پخواني مشر سید حسن موسوي تر وژل کېدو وروسته د دې ډلې مشر و او ایران ته نژدې څېره ګڼل کېده.

د حسن نصرالله په مشرۍ د لبنان حزب الله ډلې د غزې د جګړې تر پیلېدو وروسته اعلان وکړ چې د فلسطینیانو په ملاتړ له اسراییلو سره جګړه کې ښکېلېږي.

د وروستي یوه کال پر مهال د لبنان پر سویل د اسراییلو بریدونه او د اسراییلو پر شمال د حزب الله ډلې توغندیز بریدونه روان وو.

اسراییلو د تېرې اونۍ له دوشنبې راهیسې په ټول لبنان کې د حزب الله پر خلاف سخت بریدونه پیل کړي او له حسن نصرالله پرته یې د دې ډلې ځيني لوړپوړي قومندانان وژلي دي.

نن او د حسن نصرالله د وژنې له تایید سره سم نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې په بیروت کې د ضاحیه سیمې په شمول د لبنان پر بېلابېلو برخو د اسراییلو بریدونه روان دي.