close

کونړ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وسله واله نښته پیل شوې

اطلاعات روز: کونړ کې ځايي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو تر منځ وسلواله نښته پیل شوې.

یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې دا نښته نن (چهارشنبه، ۱۱ د تلې) د خاص کونړ ولسوالۍ په «شالۍ ولي دره» کې را منځته شوې.

سرچینې ویلي، د دواړو لورو ترمنځ دا جګړه له تېرو پینځو ورځو راهیسې په وقفه یي ډول روانه ده چې له کبله یې ځايي خلک له خپلو کورونو کډه کولو ته اړ شوي.

سرچینه زیاتوي چې په دې دره کې د پاکستاني ځواکونو د مرمیو لګېدو له امله ځنګل هم اور اخېستی او د پراخوالي په حال کې دی.

د سرچینې په خبره، تر اوسه د دواړو لورو ترمنځ د دې نښتې لامل نه دی څرګند او نه هم د یادې نښتې له کبله د احتمالي مرګ ژوبلې په تړاو جزییات ورکړل شوي.

تر اوسه کونړ کې د طالبانو ځايي مسوولینو د دې نښتې په تړاو څه نه دي ویلي.

دا جګړه په داسې حال کې پېښېږي چې له تېرو اوو ورځو راهیسې د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې هم د طالبانو او پاکستاني پوځیانو تر منځ د یوې امنیتي پوستې د جوړولو له امله وقفه يي نښتې روانې دي چې یو شمېر طالب جنګیالیو ته پکې مرګ ژوبله هم اوښتې.