close
Photo: IsraeliPM

نتنیاهو: ایران یوه لویه تېروتنه وکړه او تاوان به يې پرې کړي

اطلاعات روز: د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ایران توغندیزو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې دا هېواد به د خپلو کړو تاوان ورکړي.

د رویټرز د راپور له مخې، نتنیاهو د سې‌شنبې په ماښام د امنیتي کابینې د بیړنۍ غونډې په پیل کې وویل: «ایران نن شپه یوه لویه تېروتنه وکړه او د هغې تاوان به ورکړي.»

د اسراییلو پوځ هم ویلي، چې د ایران توغندیز بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي.

ایران وایي، چې د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې له مخې یې یوازې د خپلې قانوني دفاع له حق څخه استفاده کړې او د اسراییلو پوځي او امنیتي اډې یې د توغندیو په وسیله په نښه کړې دي.

اسراییلي چارواکي وایي، چې ایران ۱۸۰ توغندي د اسراییلو په لور توغولي دي.

د اسراییلو د پوځ ویاند دانیل هاګاري په یوه ویډیويي پیغام کې چې پر ایکس خپور شوی، ویلي دي: «اسراییلو د ایران د بمبارۍ پر وړاندې هوایي دفاع فعاله کړه او زیاتره توغندي د اسراییلو او د متحده ایالاتو په مشرۍ دفاعي ایتلاف له خوا شنډ شول.»

خو، د ایران دولتي رسنۍ وایي چې د دې هېواد زیاتره توغندي ټاکل شویو اهدافو ته رسیدلي دي.

اسراییلو تر دې مهاله د دې برید د زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، چې عملیات پای ته رسیدلي، خو که اسراییل د غچ اخیستلو په لټه کې وي، د تهران غبرګون به لا سخت وي.

هغه ویلي: «د ایران اسلامي جمهوریت د تاوتریخوالي او جګړې په لټه کې نه دی، که څه هم له جګړې ویره نه لري. موږ هر درېیم اړخ ته خبرداری ورکوو چې په دې شخړه کې مداخله ونه کړي.»