اطلاعات روز: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر وایي چې افغانستان لا هم د متحده ایالاتو د بهرني سیاست په لومړیتوبونو کې دی او دا لومړیتوب به یې پر ځای پاتې وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرون (سېشنبه، ۱۰ د تلې) د یوې خبري غونډې پر مهال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا هیواد به لا هم د افغانستان د مسایلو په تړاو خپل تعامل ته دوام ورکړي.
ده د افغانستان په چارو کې د امریکا د پخواني ځانګړي استازي توماس ویسټ ګوښه کېدو ته په غبرګون کې ويلي چې د افغانستان په اړه د دې هیواد بهرنی سیاست اوس مهال د افغانستان لپاره د امریکا شاژدافیره کیرن ډیکر، د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د بهرنیو چارو مرستیال وزیر مارک پومرشیم مخته ړي.
د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ په تازه توګه له خپلې دندې ګوښه شوی او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بندیزونو د همغږۍ سرپرست ټاکل شوی دی.
ده د ۲۰۲۱ کال له اکتوبر میاشتې بیا تر اوسه د افغانستان په اړه د امریکا بهرنی سیاست رهبري کاوه او په دې تړاو یې په ځلونو سیمې ته سفرونه کړي دي.
ټام ویسټ د طالبانو له مخالفینو پرته د ښځو او بشري حقونو له فعالانو او د طالبانو له غړو سره هم لیدنې درلودې.