close

ارزګان کې «نامعلومو» کسانو یو کس په ډزو وژلی

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دې ولایت په مرکز ترینکوټ کې «نامعلومو» کسانو یو کس په ډزو وژلی او بل یې ټپي کړی دی.

په دې ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند بلال ارزګانی وایي، چې دغه دواړه کسان تېره ورځ (شنبه، ۱۴ د تلې) مازدیګر مهال د مرکز ترینکوټ اړوند «کرنا» سیمه کې په ډزو ویشتل شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې َ«نامعلومو» کسانو په یاده سیمه کې پر دغو دوو تنو مخامخ ډزې کړي چې یو کس وژل شوی او بل ټپي دی. هغه د ټپي کس د روغتیایي حالت په اړه معلومات نه دي ورکړي.

ارزګانی وايي، سيمې ته طالب پولیس رسيدلي او د يادې پيښې په تور يې دوه شکمن کسان نيولي دي.

ارزګان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند د یادې وژنې لامل نه دی څرګند کړی، خو وایي، چې دواړه قربانیان ملکي کسان دي او په دې اړه یې پلټنې روانې کړي دي.

ارزګان کې تر دې وړاندې ډيرې دغه ډول پيښې د شخصي دښمنيو له امله رامنځته شوي دي.