close

لغمان کې ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي

اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت اړوند د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې پرمهال شپږ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند محمد یونس یوسفزی وایي، چې دغه ترافیکي پېښه نن (یکشنبه، ۱۵ د تلې) د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د لغمان اړوند «محمد علي خان کڅ» سیمه کې د درې موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې، چې پرمهال یې یو کس خپل ژوند بایللی او د یو ماشوم په ګډون پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاتوي، چې ټپیان یې پر وخت د ننګرهار حوزوي روغتون ته انتقال کړي چې ډاکټرانو یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.

له دې دوه ورځې وړاندې د ننګرهار په کامې او کوز کونړ ولسوالیو کې هم د دوو جلا ترافیکي پېښو پرمهال شپږ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو ګړندی تګ، د ترافیکي اصولو نه مراعات هغه لاملونه دي چې له کبله یې ډیر کله ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.