اطلاعات روز: کونړ کې ځايي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د داعش ډلې له لوري د طالبانو پر رنجر موټر برید شوی، چې له امله یې د طالبانو یو غړی مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي.
یوې ځایي سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دا برید پرون (شنبه، ۱۴ د تلې) مازدیګر مهال د څوکۍ ولسوالۍ اړوند «دېوه ګل» دره کې شوی دی.
سرچینه وايي، دا پېښه د داعش ډلې له لوري د سړک پر غاړه د یوه ځاي پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې، چې د طالبانو رنجر موټر یې خپل هدف ګرځولی دی.
پر اېکس پاڼې په یوې خپرې شوې وېډیو کې هم لیدل کېږي، چې د داعش ډلې د وسله والو له لوري د طالبانو یو رنجر ډوله موټر د یوه ځای پرځای شوي ماین ښکار ګرځي.
داعش ډلې د دغه برید مسوولیت منلی؛ خو تر اوسه کونړ کې د طالبانو سیمه ییزو مسوولینو په دې تړاو خپل نظر نه دی څرګند کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د داعش ډلې وسله والو د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل دره کې له دوو کسانو چې دغې ډلې د طالبانو په ملاتړ تورن کړي وو سرونه پرې کړي وو.