اطلاعات روز: د کاناډا پارلمان د بهرنیو اړیکو او نړیوالې پراختیا کمیټه وايي، هغه «ډله ییز جنایتونه» چې د ۱۸۹۱ او ۱۸۹۳ کلونو ترمنځ د افغانستان د پخواني پاچا امیرعبدالرحمن خان په امر پر هزاره ګانو شوي په رسمیت پیژني.
دې کمیټې د یو تازه راپور په خپرولو همدارنګه تایید کړې چې هزاره ګان اوس مهال هم په افغانستان کې له «زور یاتي» سره مخ دي او وړاندیز کوي چې د سپټمبر ۲۵مه دې په ۱۸۹۱ او ۱۸۹۳ کلونو کې د هزاره ګانو د «قتل عام» د یاد ورځې په توګه وټاکل شي.
دا راپور د کاناډا پارلمان د بهرنیو اړیکو او د نړیوالو پراختیایي کمېټې د بشري حقونو د فرعي کمېټې له خوا په افغانستان کې د هزاره ګانو د وضعیت په اړه د یو شمېر څېړونکو او د پوهنتون د استادانو د شهادتونو پر بنسټ چمتو شوی دی.
راپور کې ویل شوي چې شاهدانو «د نولسمې پیړۍ په وروستیو کې د هزاره ګانو د تاریخي زور زیاتي اړوند قانع کوونکي شواهد» وړاندې کړي دي.
د کاناډا د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمیټې د شاهدانو له خولې لیکلي، چې د عبدالرحمن خان د امبر له مخې په افغانستان کې ۶۲ سلنه هزاره ګان «قتل عام» شوي او په ارزګان کې نږدې ټول میشت هزاره ګان وژل شوي دي.
د دې راپور له مخې، شاهدانو زیاته کړې هغه هزاره ګان چې د «قتل عام» څخه ژوندي پاتې شوي د ځمکو له غصب، بې ځایه کیدو او غلامۍ سره مخ شوي دي.
شاهدانو دغې کمیټې ته ویلي، چې د نسل وژنې د جرمونو د مخنیوي او مجازاتو د کنوانسیون د احکامو له مخې د هزاره ګانو ځورول او شکنجه کول «نسل وژنه» ده.
دوی ویلي، چې د عبدالرحمن خان د واکمنۍ پرمهال د هزاره ګانو د «له منځه وړلو اراده» په فتواوو کې په ښکاره ډول لیدل کېږي.
شاهدانو ویلي، چې د هزاره ګانو قتل عام او ځورونه له ۱۸۹۱ تر ۱۸۹۳ کلونو کې د دغه ټبر د ځورونې د یوې اوږدې دورې پیل و چې له یوې پېړۍ زیات دوام لري.
د دوی په وینا، چې د «هزاره ګانو نسل وژنې» رسميت پیژندل او د دوی تاریخي ځورونې کولی شي راتلونکي وضعیت ته وده ورکړي او مثبت بدلونونه رامنځته کړي.
د هزاره ګانو اوسنی وضعیت
د کاناډا پارلمان د بهرنیو اړیکو کمیټې په خپل راپور کې د شاهدانو په حواله لیکلي، چې واک ته د طالبانو په رسیدو سره هزاره ګان له هدفي بریدونو، جبري بې ځایه کیدو، وژنو او ډله ییزو جنایتونو سره مخامخ شي چې کیدای شي په «سیسټماټیکې نسل وژنې» بدل شي.
د دې راپور له مخې، د طالبانو بیاځل حاکمیت راهیسې سلګونه هزاره ګان وژل شوي او زرګونه بې ځایه شوي او په حکومت کې د هزاره ګانو په شمېر کې هم د پام وړ کموالی راغلی دی.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې د هزاره ګانو پر وړاندې هدفي بریدونه لاهم دوام لري، چې په دې منځ کې د کابل پر کاج تعلیمي مرکز او د ملت پر ورزشي کلب او د بغلان په پلخمري ښار کې د امام زمان پر جومات د بریدونو یادونه شوې.
د دغه راپور له مخې، د طالبانو په واکمنۍ کې هزاره ښځې او نجونې له زیاتو ګواښونو او ځورونو سره مخ دي او طالبانو په ځینو مواردو کې په ځانګړې توګه هزاره ښځې د زور زیاتي هدف ګرځولي دي.
په راپور کې دا هم راغلي چې په تېرو درېیو کلونو کې هزاره ګانو نړیوالو بشري مرستو ته لږ لاس رسی درلود او طالبانو هڅه کړې چې د فشار او له نړیوالو سازمانونو سره د خبرو اترو له لارې له هزاره ټولنې مرستې نورو سیمو ته انتقال کړي.
شاهدانو د هزاره ګانو د ځورونې په اړه د چوپتیا ماتولو او په دې اړه د پوهاوي لوړولو، د طالبانو له بیاځل حاکمیت وروسته د هزاره ګانو د ځورونې مستند کولو او د پناه غوښتنې په بهیر کې د هزاره ګانو د یو خطر لرونکي ډلې په توګه پیژندلو غوښتنه کړې.
د کاناډا پارلمان د بهرنیو اړیکو کمیټې ویلي، چې دا راپور یې نه یوازې د هزاره ګانو د تېرو کړاوونو د پېژندلو، بلکې د هغوی د راتلونکي د خوندي کولو په موخه چمتو کړی او هیله یې څرګنده کړې، چې افغان هزاره ګان به راتلونکي کې له ځورونې او وېرې پرته په افغانستان کې ژوند وکړي.