اطلاعات روز: د طالبانو سرپرست حکومت له یو ازبکستاني شرکت سره د فاریاب ولایت د «طوطي ميدان» د ګازو د استخراج او اکتشاف لس کلن تړون لاسلیک کړ.
دغه تړون نن (پنجشنبه، ۱۹ د تلې) په کابل کې د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په حضور کې لاسلیک شو.
د عبدالغني برادر دفتر ویلي، د دغه قرارداد له مخې به قراردادي شرکت په لومړي کال کې ۱۰۰ میلیونه ډالره او په لسو کلونو کې یو میلیارد ډالر پانګونه کوي او په لومړیو دوو کلونو کې به له استخراج شوي ګاز څخه ۱۰۰ میګاواټه برېښنا هم تولید کړي.
د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر زیاته کړې، چې د فاریاب ولایت د طوطي میدان ګازو زېرمې شاوخوا ۷زره کیلومتره مربع مساحت لري او د استخراج په پېل سره به د هېواد د ګازو اړتیا تر یوه حده پوره شي او همدارنګه زرګونو کسانو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
طالبانو د سرپل د قشقرې د نفتو د استخراج او په جوزجان او فاریاب کې د امو سیند حوزې د نورو نفتو د استخراج چارې یوې چینايي کمپنۍ ته سپارلي دي. د دغه تړون موده ۲۵ کاله ښودل شوې.
په دغو برخو کې ۸۷ میلیونه بېرله تېل اټکل شوي دي.
له کله نه چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې د هېواد د کانونو او طبیعي زیرمو په استخراج یې پراخ تمرکز کړی او په دې برخه کې یې لوی تړونونه لاسلیک کړي دي.