اطلاعات روز: د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اعلان کړی چې تراوسه په هیواد کې ۱۳.۹ میلیونه سیمکارټونه ثبت شوي دي.
د دې وزارت ویاند عنایت الله الکوزي پرون (دوشنبه، ۲۳ د تلې) ایکس کې پر خپله پاڼه ليکلي، چې یوازې د تېرو دریو میاشتو پرمهال ۱.۶ میلیونه سیمکارټونه ثبت شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې ټولټال په افغانستان کې ۲۵ میلیونه سیمکارټونه شته چې له هغو څخه تر نیمايي زیات او کابو ۱۳.۹ میلیونه سیمکارټونه ثبت شوي دي.
الکوزي ويلي، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سیمکارټونو د ثبت لپاره یو سیسټم جوړ کړی او په هغه کې د افرادو خصوصي حریم مدیریت او خوندي کېږي.
اوس مهال د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له هغو کسانو هم چې د مخابراتي شرکتونو له رسمي دفترونو یې سیمکارټونه اخیستي وي غواړي چې خپل سیمکارټونه بیا ځلې ثبت کړي.
د افغانستان د پخواني حکومت پرمهال هم د ناثبت شویو سیمکارټونو ننګونه موجوده وه. په بازار کې په ازاد ډول سیمکارټونه پلورل کېدل او د طالبانو په ګډون د دولت مخالفو ډلو له هغو ناوړه ګټه اخیسته.