close

کونړ کې د چت غورځېدو له امله څلورو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولین وايي چې د دې ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې د یوه کور د خونې چت غورځېدلی او له امله یې دوه ماشومان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

په کونړ کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې لپاره د طالبانر رییس ثابت الله صدیقي وایي، دا پېښه نن (سې‌شنبه، ۲۴ د تلې) سهار مهال د نرنګ ولسوالۍ په «قلاوونو» سیمه کې را منځته شوې.

صدیقي ویلي، د پېښي لامل د خونې پر چت د زیات وزن توکي اچول وو.

نوموړی زیاتوي، د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي خو د روغتیایي وضعیت په تړاو یې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې چې څه موده وړاندې هم د کونړ په چپې درې ولسوالۍ کې د خونې د چت پرېوتو له امله د یوې کورنۍ څلورو غړیو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.