اطلاعات روز: کندهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت په زیړۍ ولسوالۍ کې یو ۵۶ کلن سړي ځان زندۍ کړی او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ایښی دی.
یوې سرچینې وویل، چې دغه سپین ږیری سړی عبدالرشید نومېده او تېره ورځ (سېشنبه، ۲۴ د تلې) یې د زیړۍ ولسوالۍ اړوند د «سنځري» کلي کې په خپل کور کې ځان زندۍ کړی دی.
سرچینه زیاتوي، چې عبدالرشید شاوخوا ۵۶ کاله عمر درلود او د کورنیو ستونزو له امله یې ځان وژنه کړې.
د سرچینو په وینا، چې عبدالرشید او د کورنۍ غړو ترمنځ یې څو ځلې نور هم لفظي شخړي رامنځته شوې وې.
کندهار کې د طالبانو پولیسو هم دا پېښه تاییدوي او وایي، چې د عبدالرشید د قضیې اړوند یې د هغه د کورنۍ دوه مشکوک غړي نیولي دي.
تردې مخکې هم کندهار کې ګڼ شمېر کسانو د کورني تاوتریخوالي او اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنې کړې دي.