اطلاعات روز: راپورونو وایي، چې لسګونه افغان پناه غوښتونکي د ایران او افغانستان پر پوله د ایراني ځواکونو لخوا په ډزو ویشتل شوي دي.
یو ژوندی پاتې شوی کس وايي، چې دا پېښه د ایران د سیستان او بلوچستان په کلګان پوله کې رامنځته شوې ده.
هغه د دې پناه غوښتونکو د ټولې ډلې شمېر شاوخوا ۳۰۰ کسان اټکلوي او وايي، چې «له دې ډلې شاوخوا له ۵۰ څخه تر ۶۰ پورې کسان ژوندي پاتې شوي دي.» دا پناه غوښتونکی ادعا کوي چې د هغه له ملګرو له ۱۰ څخه تر ۱۲ پورې کسان وژل شوي دي.
اطلاعات روز ورځپاڼه په خپلواکه توګه دا شمېرې نه شي تاییدولی.
د اطلاعات روز خبریال د مړو او ټپیانو لسګونه انځورونه ترلاسه کړي دي. وژل شوي او ټپیان اکثره ځوانان دي.
د «حال وش» رسنۍ چې د ایران د سیستان او بلوچستان خبرونه خپروي، راپور ورکړی چې د یکشنبې په ماښام (۲۲ د تلې) ایراني ځواکونو د کلګان سراوان په سرحدي سیمه کې د هغو افغان مهاجرینو پر یوه ډله برید کړی چې غوښتل يې ایران ته داخل شي.
د دې رسنۍ د راپور له مخې، لسګونه افغان پناه غوښتونکي وژل شوي یا ټپیان دي.
تر دې دمه ایراني او طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
په تېرو وختونو کې هم افغان وګړي په ورته پېښو کې وژل شوي دي.
د افغانستان وګړي د بېکارۍ او بد اقتصادي حالت له امله هڅه کوي چې په قاچاقي ډول ځانونه ایران ته ورسوي.