close
UNAMA/Fardin Waezi

د ایران پر پوله د افغان وګړو د «ویشتلو» په تړاو راپورونه؛ بینټ: بېړني وضاحت ته اړتیا ده

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپورچي ریچارډ بینټ وایي چې د ایران په سرحدي سیمه «سراوان» کې د افغان وګړو د «وژلو او ژوبلېدو» په تړاو د راپورونو له کبله ډېر اندېښمن دی.

ښاغلي بینټ نن شپه (چهارشنبه، ۲۵ د تلې) پر ایکس لیکلي چې په دې اړه بېړني وضاحت ته اړتیا ده.

ده له ایراني چارواکو غوښتي چې په دې اړه په شفافه توګه پلټنې وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ او د افغانستان یو شمېر سیاسي خوځښتونو هم په دې اړه د پلټنو غوښتنه کړې ده.

«حال وش» رسنۍ او د بشري حقونو بنسټ چې زیات وخت د سیستان او بلوچستان خبرونه خپروي، راپور ورکړی چې ایراني پوله ساتو د یکشنبې په شپه (۲۱ د تلې) د دې هیواد د سیستان او بلوچستان ولایت د سراوان ولسوالۍ په «کلګان» سیمه کې کمین نیولی وو او پر افغان پناه غوښتونکو یې ډزې کړې دي.

د هغو غږیزو پیغامونو پر اساس چې دې رسنۍ خپاره کړي او اطلاعات روز ورځپاڼې هم له نامعلومو سرچینو تر لاسه کړي، د پناه غوښتونکو شمېر شاوخوا ۳۰۰ وو.

په دې غږیزو پیغامونو کې ویل کېږي چې په دې افرادو کې له ۵۰ څخه تر ۶۰ تنو پورې روغ پاتې شوي او پاتې مړه یا ژوبل شوي دي.

اطلاعات روز ورځپاڼه نه ده توانیدلې چې دا شميرې په خپلواکه توګه تایید کړي.

په کابل کې د ایران ځانګړي استازي او د دې هیواد د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي ويلي چې په دې اړه راپورونه «سم» نه دي.

ده نن مازیګر پر ایکس لیکلي: «د باوري سرچینو له لوري تر پلټنو وروسته تر دې شیبې پورې څرګنده شوې چې د سراوان په سرحدي سیمه کې د لسګونو غیر قانوني اتباعو د وژل کېدو په اړه راپورونه سم نه دي.»

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په دې اړه څېړنې کوي او د موضوع تر روښانه کېدو وروسته به لازمې پریکړې وکړي.