close

طالبانو په لغمان ولایت کې د دوو ښځو په ګډون څلور کسان په دُرو وهلي

اطلاعات روز: د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې په لغمان ولایت کې یې د بېلابېلو جرمونو په تور د ښځو او نارینه وو په ګډون څلور کسان عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې تېره ورځ (چهارشنبه، ۲۵ د تلې) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په لغمان کې یې د دوو ښځو په ګډون څلورو کسانو ته د نامشروع اړیکو او له کوره د تېښتې په تور عام محضر کې تعزیري سزا ورکړې.

خبرپاڼې زیاته کړې له دغو ښځو څخه یوه یې په درې کاله بند او ۳۹ دُرو او بله ښځه په شپږ میاشتې بند او ۳۹ دُرو سزا محکومې شوې دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر اساس دوه نورو نارینه وو ته په ترتیب سره ۳۹ او ۳۰ دُرې سزا ورکړل شوې او يو تن يې په دوه کاله بند او بل هغه یې په درې کاله بند محکوم شوى دى.

د راپورونو پر اساس طالبانو په تېرو درېیو اونیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې تر ۳۰ ډېر کسان عام  محضر کې په دُرو وهلي دي.

که څه هم چې نړیوالو سازمانونو  له طالبانو په مکرر ډول غوښتي چې په عام محضر کې دې د خلکو له تعزیري سزاګانو لاس واخلي، خو طالبانو له دې هر څه سره سره عام محضر کې په دُرو د خلکو د وهلو لړۍ دوامداره ساتلې ده.