close

په هرات او زابل کې په دوو جلا پیښو کې یوه پیغله نجلۍ او یو ځوان هلک وژل شوي

اطلاعات روز: په هرات او زابل کې سرچینې وایي، چې په دې ولایتونو کې په دوو جلا پیښو کې یوه ځوانه نجلۍ او یو ځوان هلک د خپل ورونو له لوري وژل شوي دي.

په هرات کې یوې سرچينې وویل، چې د دغه ولایت د ښار د څلورمې ناحیې اړوند «لومړي نمبر» سیمه کې یوه ۲۴ کلنه نجلۍ دوه شپې وړاندې (۲۴ د تلې) وژل شوې ده.

یوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د دغه نجلۍ د وژنې لامل جبري نکاح یاده کړې.

د سرچينې په وينا، دغې ځوانې نجلۍ له يوه سړي سره د نکاح کولو لپاره د خپل ورور غوښتنه رد کړې وه.

سرچينې زياته کړه، چې په قتل تورن کس هم نيول شوى دى.

هرات کې د طالبانو ځایي مسوولینو تر اوسه په اړه څه نه دي ويلي.

بلخوا د زابل په میزانې ولسوالۍ کې یو کس خپل ورور د ځمکې او میراث د ویش پرمهال په ډزو وژلی دی.

کندهار کې سرچینو وویل، چې وژل شوی کس جان محمد نومېده او د کندهار ولایت د میانشین ولسوالۍ اړوند «پرلېز دیاګوري» سیمې اصلي اوسېدونکی و.

د سرچینو په وینا، جان محمد د خپل د ورور لخوا په «چره یي» توپک ویشتل شوی دی.

زابل کې د طالبانو امنیتي مسوولین هم دا پېښه تاییدوي او وایي، چې جان محمد او ورونه یې له څه مودې راهیسې د زابل په میزانې ولسوالۍ کې ژوند کاوه.

د پولیسو په خبره، د جان محمد او ورونو ترمنځ یې شخړه د ځمکې د وېش پر  سر رامنځته شوې وه.

پولیس وایي، چې د جان محمد ورور د دې پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی او دوی یې د نیولو هڅې روانې کړي دي.