کندهار کې بڼوال وایي، چې سږکال په دې ولایت کې د انارو حاصلات زیات، خو د کورني او بهرني بازارونو د نشت له کبله دغه تازه مېوه په ټیټه بیه پلورل کېږي. د انارو بڼوال چې په تېرو کلونو کې یې د خپلو ستړیاوو ثمره اخیستله او انار یې پاکستان، هند او نورو نړیوالو بازارونو ته صادریدل، خو سږکال یې لا نه دي پلورلي او د اجاره دارانو او سوداګرو په تمه ناست دي.
ارغنداب ولسوالۍ کې د انارو یو بڼوال محمد سلیم وایي، سږکال د انارو بهرني بازارونه پیکه دي او داخلي بازارونو کې یې بیې ټیټې شوي دي. نوموړی زیاتوي چې تېرو کلونو کې د هوايي دهلېز له لارې لسګونه ټنه انار هند او نورو عربي هیوادونو ته صادرېدل، خو په خبره یې اوس د دې لارې د نشت له امله صادرات محدود او دوی له زیان سره مخ دي.
محمد سلیم وویل: «د هند او پاکستان په بازارونو کې د کندهار د انارو تقاضا ډیره ده، خو مالیه او ټکس پرې پورته دی نو څوک زړه نه ښه کوي چې پاکستان ته انار واستوي ځکه چې پر هر کانټینر ۲۲ لکه کالدارې مالیه اخیستل کیږي، پخوا دا وخت به ۹۵ فیصده باغونه د تجارانو لخوا اجاره شوي وو، پیسې به لا ورکول شوې وې سږکال چې د انارو حاصلات ډیر هم دي تراوسه ۱۰ فیصده باغونه نه دي اجاره شوي، زموږ په شاوخوا کې یوازې زموږ باغ په اجارې وتلی نو ټول دغسې پاتې دي.»
د ارغنداب یو بل بڼوال حاجي رمضان بیا وایي، چې پاکستان ته د صادراتو کمښت له امله په کندهار کې انارو بیې ټیټې شوي دي. هغه زیاتوي تېر کال د یو من ښه او تازه انارو بیه ۳۰۰ افغانۍ وه، خو سږکال دغه بیه یوازې ۸۰ افغانۍ ته راټیټه شوې، چې په دې توګه د انارو قیمتونه شاوخوا ۶۰ سلنه کم شوي دي.
د رمضان په خبره، چې په تېرو کلونو کې د انارو باغونه د حاصلاتو له رسېدو او پخېدو مخکې اجاره کېدل، خو سږکال چې انار رسېدلي او پاخه شوي، لا څوک د باغونو اجارې کولو ته زړه نه ښه کوي.
نوموړي وویل: «د کندهار انار ۷۰ فیصده خارج ته صادریږي، خو سږکال د خارج لخوا د هیڅ شي درک نشته، موږ ته لارې نه رامعلومیږي تحاران یې ځکه پاکستان ته نه استوي چې محصول او مالیه ډیر پرې راځي دوی ته ګټه نه پاتې کېږي، د انارو ډیر تجاران زه پیژنم سږکال یې د تازه مېوو کاروبار پرېښی نور کاروبارونه یې شروع کړي، په سلو کې ۹۰ یا ۸۰ فیصده باغونه دغسې پاتې دي اجاره داران نشته، موږ دلته په باغونو کې دوه منه ښه انار په ۸۰ افغانۍ ورکوو، خو په بازار کې یو من ښه انار په ۸۰ افغانۍ خرڅېږي، موږ ته پاملرنه او توجو په کار ده دغه زموږ د سربسته کال خواري ده هغه چې ارزانه خرڅ شي یا بازارونه دغسې ساړه وي موږ په تاوانونو کې غرقېږو.»
د انارو دغه بڼوال له واکمن حکومت څخه غواړي ترڅو د پاکستان پر ځای نورو بهرنیو هیوادونو ته د صادراتو لپاره بدیلې لارې پیدا کړي.
دغه راز کندهار کې د انارو یو سوداګر او اجاره دار سید احمد وایي، سږکال د کندهار د انارو ډیره کمه برخه پاکستان ته صادریږي او پاتې نور بیا په کورني بازارونو کې په ډیره ټیټه بیه (کیلو په ۱۰ افغانۍ) پلورل کېږي.
دا سوداګر زیاتوي: «پروسږکال چې انارو ښه بازار درلوده ما یو باغ په لس لکه افغانۍ اجاره کړی و، خو سږکال چې انار بازار نه لري هغه باغ په شپږ لکه افغانۍ راکوي خو څوک یې نه اجاره کوي، د انارو بازار بیخي سوړ دی، تجارت یې اوس هغسې ګټه نه کوي لکه پخوا چې موږ ۵ یا ۷ باغونه اجاره کول سږکال مو تراوسه ۱ باغ اجاره کړی، ځکه پوهیږو چې خپل سر یې نه شو جوړولای.»
هغه وایي، که د سوداکرۍ په برخه کې د طالبانو حکومت لخوا هڅې زیاتې شي ښایي د پاکستان پرځای نورې بدیلې لارې هم پیدا شي چې ګټه به یې ډیره وي او پر صادراتو به مالیه هم ټیټه وي.
بلخوا کندهار کې د انارو سوداګر او د تازه مېوو د اتحادیې مشر حاجي نانی اغا وایي، چې د افغانستان پر تازه مېوو د پاکستان لوړه ګمرکي تعرفه یا مالیات د دې لامل شوي چې په کور دننه د انارو بیې ټیټې شي.
حاجي نانی اغا زیاتوي، د پاکستان حکومت د انارو پر یو کانټینر باندې شاوخوا ۲۰ لکه پاکستانۍ کالدارې مالیه اخلي چې دې چارې یاد هیواد ته د انارو په صادراتو کې کمښت راوستی او په خبره یې چې د طالبانو حکومت هم تراوسه کومه بدیله لار نه ده موندلې.
نوموړي وویل: «دغه مالیه چې ټاکل شوې پر سوداګرو بیخي ډیره ده ځکه سوداګر دغه پیسې پر انارو اچوي او بیا یې په پاکستان یا هند کې پلوري، نو کله چې د ټکس او نورو مصارفو پیسې ورباندې ولوېږي بیا د انارو بیې لوړېږي او په هغه لوړه بیه انار نه خرڅېږي، سوداګر هم دغه پاکستان ته د انارو استولو لپاره زړه نه ښه کوي ځکه اوس سراسر په تاوان کې دي، موږ غوښتنه دا لرو چې پاکستان خپل مالیات راښکته کړي او دلته زموږ د کندهار سوداګرو ستونزو ته هم وګوري.»
ورته مهال کندهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر انجینر عبدالباقي بینا وایي، چې سږکال د انارو د صادراتو له پېله بیا تراوسه له دغه ولایته پاکستان او هند ته یوازې شپږ زره ټنه انار صادر شوي دي.
هغه زیاتوي، په تېرو کلونو کې له کندهاره د انارو د صادراتو کچه لوړه وه او هره ورځ شاوخوا سل موټره انار بهرنیو هیوادونو ته صادرېدل، خو په وینا یې چې سږکال لا ترواسه هر ورځ شاوخوا له ۲۰ څخه تر ۲۵ موټرو پورې انار بهر ته صادرېږي.
بینا وویل: «پاکستان د افغانستان پر تازه مېوو ټکسونو او مالیه دوه برابره لوړه کړې او دا ستونزه لا ترواسه پر خپل ځای پاتې ده، په همدې خاطر ډير شمېر باغونه د انارو د سوداګرو لخوا نه دي اجاره شوي او د اناور صادرات په ډيره کمه اندازې سره پاکستان او هند ته ترسره کېږي، که مالیات همداسې لوړ وي سوداګرو ته انار خپل مصارف لا نه شي ګټلای، ګټه نه ورته کوي ځکه هغوی هم باغونه نه اجاره کوي.»
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر وایي، چې پخوا د پاکستان حکومت پر يو ټن انارو ۱۰۸ زره کالدارې مالیه اخیستله، خو سږکال دا مالیات ۱۹۰زره پاکستانیو کالدارو ته لوړ شوي؛ چې له امله یې د انارو صادرات کم او د ډیر شمیر بڼوالو انار په باغونو کې پاتې دي.