close

طالبانو کونړ کې د یوه پاکستاني په ګډون د داعش ډلې دوه غړي وژلي

اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو امنیتي سرچینې وايي، چې ځواکونو یې د دغه ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د داعش ډلې دوه غړي وژلي دي.

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل هویت یې څرګند شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې طالبانو د داعش دا غړي تېره شپه (یکشنبه، ۲۹ د تلې) د ماڼوګي ولسوالۍ په «شوړک» سیمه کې وژلي دي.

سرچینه زیاتوي، په وژل شویو کې د داعش ډلې یو پاکستانی وګړی هم شامل دی، چې په دې ولایت کې یې د طالبانو پر ضد فعالیتونه کول.

د سرچینې په وینا، د داعش دې غړیو څه موده وړاندې د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل دره کې د طالب سرتېرو یو رېنجر موټر نښه کړی وو، چې طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې وه.

تر اوسه د دغې پېښې په تړاو کونړ کې د طالبانو ځايي مسوولینو په رسمي ډول رسنیو ته څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پخواني جمهوري نظام له پرځېدو وروسته کونړ کې لاهم د داعش ډلې فعالیتونه نه دي درېدلي او وخت ناوخت د طالبانو پر موټریزو کاروانونو، امنیتي پوستو او نظامي مرکزونو بریدونه کوي.