اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو ځایي امنیتي مسوولین خبر ورکوي، چې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره په یوې ترافیکي پېښه کې ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند یونس یوسفزی وایي، چې دغه پېښه تېر ماښام (یکشنبه، ۲۹ د تلې) شاوخوا ۰۷:۰۰ بجې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د لغمان قرغیو ولسوالۍ اړوند «سرکونډۍ بابا» سیمه کې د یوه بکسه ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.
هغه زیاتوي، چې په یاده پېښه کې موټر چلوونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۴ نور کسان ټپیان شوي دي.
د نوموړي په خبره د پېښې ټپيان یې ټول د ننګرهار حوزوي روغتون ته انتقال کړي، چې ډاکټرانو د ځینو ټپيان روغتیایي وضعیت نازک ښودلی دی.
د کابل-جلال اباد پر لویه لاره ډیر کله دا ډول ترافیکي پېښې د موټر چلوونکو د ګړندي تګ، د ترافیکي اصولو نه مراعات او دغه راز د سړک د خرابوالي له کبله رامنځته کېږي، چې ډیر کله په کې هیوادوالو ته مرګ ژوبله اوړي.