close

د ننګرهار په محبس کې زندانیان له نامعلوم برخلیک سره مخ دي

د ننګرهار په محبس کې زندانیان او د هغوی کورنۍ شکایت کوي، چې بې دوسیو په زندان کې ساتل کېږي او برخلیک یې معلوم نه دی.

د ننګرهار اوسیدونکی اشرف خان چې ورور یې اوسمهال په یاد محبس کې د بند شپې سبا کوي، وایي د یو نیم کال په تیریدو یې لاهم د ورور برخلیک نه دی معلوم او تراوسه یې دوهمه او درېیمه محکمه هم نه ده شوې، چې د بند موده یې معلومه او یا له زندان ازاد شي.

نوموړی زیاتوي، د طالبانو قاضیان او دغه راز څارنوالان لکه د تېر حکومت په څیر له زندانیانو د دوسیو د څیړلو په بدل کې د رشوت غوښتنه کوي او که یې ورنه کړي، نو بیا بې سرنوشته په زندان کې پراته وي.

اشرف خان وویل: «زما ورور د یو کلیوال د وهلو ډبولو او د هغه د ټپي کیدو له امله لومړی د سره رود ولسوالۍ کې بندي و او بیا یې دوسیه رسمي او د ننګرهار محبس ته ولیږدول شو، مګر یوه محکمه یې شوې او تراوسه یې دویمه او درېیمه محکمه نه ده شوې، چې له امله یې زما د ورور په څیر زیاتره بندیان همداسې بې سرنوشته پراته دي او دوسیې یې نه څیړل کېږي، د طالبانو قاضیان او څارنوالان له بندیانو او دغه راز د هغوی له کورنۍ د بندیانو د دوسیو د څیړلو په بدل کې د پېسو غوښتنه کوي او دا حالت ډیر زیات خواشینونکی دی.»

نوموړی د طالبانو پر قضایي ارګانونو هم نیوکه کوي او وایي، په بند خونو کې له شته ستونزو ښه خبر دي خو د حل لپاره یې څه ډول چې لازمه ده اقدامات نه کوي.

د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسیدونکی زبیر احمد چې دوه ورونه یې نږدې نهه میاشتې وړاندې طالبانو له داعش سره د اړیکو لرلو په تور نیولي هم ورته شکایت کوي او وایي، تراوسه یې دواړه ورونه بې سرنوشته په محبس کې د ژوند سختې شپې او ورځې سبا کوي.

د هغه په خبر چې د میاشتو په تیریدو نه پوهیږي چې ورونه یې په څه جرم بندیان دي او تراوسه هیڅ دوسیې ورته نه دي جوړې شوې.

زبیر احمد زیاتوي: «دوه ورونه مې طالبان له داعش سره د اړیکو په تور د خوږیاڼو له بازار بیولي او تراوسه بندیان دي، هغوی لومړی د ننګرهار په استخباراتو ریاست کې بندیان وو او بیا له څو میاشتو زندان تیرولو وروسته محبس ته انتقال شول؛ خو نږدې کال یې پوره کېږي چې تراوسه یې هیڅ محکمه نه ده شوې او نه یې هم د زندان تیرولو معلوم وخت تعین شوی دی زمونږ غوښتنه له طالبانو دا ده چې د ټولو بندیانو دوسیو ته رسیده ګي وکړي او ژر دې هغه ټولې دوسیې وڅیړي چې تراوسه څیړل شوي نه دي او بندیان یې بې سرنوشته په زندان کې شپې او ورځې سبا کوي.»

نوموړی د ننګرهار په محبس کې د زندانیانو شته وضعیت د اندیښنې وړ بولي او غوښتنه کوي چې د زندانیانو شته ستونزو ته دې د طالبانو مسوولې ادارې رسیده ګي وکړي.

د ننګرهار په محبس کې بندیان د خپلو دوسیو د څیړلو غوښتنه کوي

په همدې حال کې ځینې نور بیا په محبس کې له زندانیانو سره د طالبانو له تعصبي چلند هم شکایت کوي او وایي، د ننګرهار په محبس کې ځایي طالب مسوولان او د محبس ساتونکي د تیر حکومت له نظامیانو سره تعصبي چلند کوي چې له کبله یې ډیر کله د زندان د ساتونکو او بندیانو ترمنځ د اخ ډب شخړې هم رامنځته کېږي.

د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ اوسیدونکی چې د امنیتي ستونزو له کبله ځان د محمد زمان په نامه په مستعار نوم معرفي کوي وایي، طالبانو له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولی و او له یو کال زنداني کیدو وروسته یې میاشت وړاندې له زاندان ازاد کړی دی.

هغه په زندانونو کې له بندیانو سره د طالبانو له ناوړه چلند هم شکایت کوي وایي،  نه یوازې په محبس کې د زندانیانو دوسیې پر وخت نه څیړل کیږي بلکې په زندان کې له پخوانیو نظامیانو سره د طالبانو له لوري بد چلند هم ترسره کېږي.

محمد زمان زیاته کړه: «طالبان په زندان کې هم له خلکو سره یو ډول چلند نه کوي ځکه هغه پخواني نظامیان چې اوسمهال په محبس کې بندیان دي، نو طالبان ورسره ښه چلند نه کوي او دوی ته ډیر کله په بدو نومونو غږ کوي او دغه راز له نورو زندانیانو په پرتله پر دوی هم د زندان په داخل کې محدودیتونه او قیودات پرې زیات وي او دوسیې یې خو هیڅ نه څیړل کېږي غوښتنه مو له طالب چارواکو دا ده چې له ټولو بندیانو سره دې یو ډول چلند وکړي او دغه راز د دوی دوسیو ته دې پر وخت رسیده ګي وکړي.»

نوموړی د ځای کمښت او د بندیانو د شمېر زیاتوالی نورې هغه ستونزې یادوي چې له کبله یې په محبس کې بندیان له ستونزو سره مخ دي.

هغه دغه راز زیاتوي چې اوسمهال د ننګرهار محبس بندخونې له پنځو تر اوو کسانو کنجایش لري، خو په زندان کې د بندیانو د زیاتوالي له کبله په هره خونه کې تر دولسو زندانیانو ساتل کېږي.

د ننګرهار کامې ولسوالۍ اوسیدونکی نورمحمد بل هغه زنداني دی چې تازه د ننګرهار محبس څخه ازاد شوی دی.

د هغه په خبره د ننګرهار په محبس کې نه یوازې د بندیانو دوسیې پر وخت نه څیړل کېږي، بلکې د محبس په داخل کې د روغتیایي خدماتو کمښت، په بندخونو کې د زیاتو بندیانو ساتل هغه ستونزې دي چې له کبله یې بندیان له کړاو سره مخ دي.

نور محمد په خپلو خبرو کې وویل: «ما دوه کاله د ننګرهار په محبس کې تیرل کړل خو په دې وروستي یوه کال کې به دومره زیات بندیان محبس ته راوړل کیدل چې نور به د زندان په اطاقونو کې ځای نه و، ځکه یو مهال به څلور یا پنځه تنه په یوه خونه کې وو؛ خو په دې وروستیو کې بیا په بندخونو کې د پښو ایښیدو ځای نه و او دغه راز له سلو زیاتو بندیانو لپاره دوه حمامونه او دوه تشنابونه وو، دغه راز نور روغتیایي خدمات هم په داسې ډول نه وو څه ډول چې لازمه وه ځکه په دې وروستیو کې د ننګرهار په ټول محبس کې د پوستکي د خارخ یو ډوله ساري ناروغي خپره شوې وه چې ټول زندانیان پرې اخته شوي وو او هیچا یې غم نه کاوه.»

 د نوموړي په خبره اوسمهال په دې محبس کې د ظرفیت تر کچې دوه برابره زیات بندیان ساتل کېږي چې له کبله یې د زندانیانو ژوند له ستونزو سره مخ دی.

بندیان وایي، هغسې چې لازمه ده طالبانو ورته اسانتیاوې نه دي برابرې کړي

د ننګرهار اوسیدونکی محمد چې د تیلیفون له لارې له مونږ سره په خبرو کې وویل، چې شپږ میاشتې کېږي چې د ننګرهار زندان کې بندي دی، خو د خپلې دوسیې په اړه نه پوهیږي چې نور به څومره دلته پاتې وي.

نوموړی وایي، چې په دغه ولایت کې طالبانو په زیات شمېر کسان د بېلابېلو جرمونو په تور بندیان کړي، خو د دوسیو د څیړلو یا برسۍ څرک یې نه لیدل کېږي.

محمد وویل: «زیاتره بندیان چې محبس ته راوړل کېږي، نو د څو میاشتو په تیریدو نه پوهیږي،چې څه به کېږي او څومره وخت به په زندان کې وي چې له همدې کبله زیاتره زندانیان په محبس کې بې سرنوشته تر میاشتو میاشتو پراته وي، زمونږ غوښتنه له قضایي ارګانونو دا ده چې باید د ټولو بندیانو دوسیو ته رسیده ګي وکړي او دوسیې یې وڅیړي او دغه راز پر قاضیانو او څارنوالانو دې هم فشار زیات کړي چې د دوسیو په بدل کې له زنداینانو رشوت ونه غواړي.»

بلخوا د حقوقي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد جواد مومند د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو روان وضعیت د اندیښنې وړ بولي.

د هغه په وینا د طالبانو په حاکمیت کې ګڼ شمیر کم سنه مجرمین هم په زندانونو کې ساتل کېږي چې له حقوقي پلوه هم دغه کار سرغړونه ګڼل کیږي.

مومند زیاتوي: «کوم معلومات چې مونږ له خوشې شویو بندیانو او دغه راز له زندانونو ترلاسه کړي روان وضعیت په زندانونو کې د اندیښنې وړ دی، نو په کار ده چې باید د بندیانو دوسیې ته پر وخت رسیدګي وشي او دغه راز په زندانان کې باید د بندیانو لپاره ټولې روغتیایي او نورې اسانتیاوې برابر کړي او هم په دې برخه کې د نورو بشري حقونو سازمانونو څارنه هم مهه ده.»

مونږ هڅه وکړه د ننګرهار محبس کې د زندانیانو د شته شکایتونو په اړه د طالب مسوولینو نظر هم ولرو، خو دوی زمونږ اړیکې ځواب نه کړې.

خو، په ننګرهار د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د یو راپور په خپرولو سره ویلي، چې د ننګرهار محبس کې د زندانیانو د دوسیو د څیړلو او دغه راز د روغتیایي خدماتو د ښه والي په موخه یو پلاوی دغه محبس ته ورغلی چې شته ستونزو ته د حل لار پیدا کړي.

بلخوا د طالبانو د سترې محکمې د مطبوعاتي مسوول مولوي عبدالرحیم راشد د طالبانو تر واک لاندې له ملي تلویزیون سره په خبرو کې ویلي، چې د هیواد په ټولو ولایتونو کې د دوی محکمو په تېر کال کې ۱۸۰ زره دوسیې څېړلې دي.

نوموړي زیاته کړې چې په تېر یوه کال کې د دوی درې ګونو محکمو درې تنه د قتل په تور په اعدام محکوم کړي او دغه راز سلګونه نور یې د غلا، زنا، لواطت، قتل او نورو بېلابېلو جرمونو په تور عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

په ورته مهال د افغانستان د د زندانونو چارو د سمون ادارې طالب مسوولینو ویلي، چې په تېر یوه کال کې د محکمو د مکتوبونو له مخې، درې زره او ۲۴۳ بندیان خوشې شوي، درې زره او ۱۶ بندیان له ولایتونو څخه مرکز ته، له مرکز څخه ولایتونو او له یوه ولایت څخه بل ولایت ته لېږدول شوي او د ۱۵۶۲ بندیانو د برخلیک معلومولو لپاره، له سترې محکمې سره اړینه همغږي شوې ده.

د معلوماتو له مخې د ننګرهار محبس یوازې د ۹۰۰ زندانیانو لپاره جوړ شوی وو، خو اوس په کې د طالبانو له لوري نږدې دوه زره بندیان ساتل کېږي.