close

د ۱۴۰۳ کال پرمهال د ۴.۸۳ میلیونه ټنه غنمو تولید؛ افغانستان شاوخوا دوه میلیونه ټنو نورو غنمو ته اړتیا لري

اطلاعات روز: د طالبانو تر مدیریت لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۳ کال پرمهال په ټول هیواد کې د تولید شویو غنمو اندازه شاوخوا ۴.۸۳ میلیونه ټنه اټکل کړې، چې د دې ادارې په وینا، د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د احصایې ادارې نن (سې‌شنبه، ۱ د لړم) اعلان کړی چې د ریموټ سنسینګ ټکنالوژۍ او د سپوږمکۍ د انځورونو د شننې له لارې یې د ۱۴۰۳ کال پرمهال هغه ځمکې تثبیت کړي چې غنم پرې کرل شوي وو.

د دې ادارې له اټکل سره سم، د روان لمریز کال پرمهال په هیواد کې پر ۲.۱۲ میلیونه هکټاره ځمکه غنم کرل شوي وو، چې په دې لړ کې ۱.۳۸ میلیونه هکټاره یې اوبیزه او ۷۳۶ زره هکټاره للمي وو، چې دا د ټول هیواد د کرنیزې ځمکې ۷۰ سلنه په بر کې نیسي.

د احصاییې ادارې په خبرپاڼه کې له خپرو شویو ارقامو سره سم چې د تېر کال په پرتله په روان کال کې په اوبیزه ځمکه کې ۲.۸ سلنه او په للمي کې ۸.۲ سلنه زیاتوالی راغلی او د زیاتوالی عمده لامل یې پر وخت موسمي بارانونه او د کوکنارو پر ځای د غنمو کرل و.

ډېر اوبیز غنم په هلمند، کندهار، فراه او کندوز او ډېری للمي غنم په تخار، هرات، بادغیس او فاریاب کې کرل شوي.

د احصایې ادارې زیاته کړې چې د افغانستان اټکلي نفوس ته په پام، دا هیواد په مجموع کې ۶.۸۲ میلیونه ټنه غنمو ته اړتیا لري او د ۱۴۰۳ کال پرمهال ترلاسه شویو غنمو ته په پام لاهم شاوخوا دوه میلیونه ټنه غنم کم دي.

غنم د افغانستان د وګړو اصلي خوراک ګڼل کېږي.

د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د شمېرو له مخې، د ۱۴۰۲ کال پرمهال په هیواد کې ۴.۳۵ میلیونه ټنه غنم کرل تولید شوي وو.

په وروستیو کلونو کې وچکالي او سياسي کړکېچ په هیواد کې د فقر د پراخېدو لامل شوي.

د ملګرو ملتونو په وینا، اوس مهال په افغانستان کې تر ۲۳ میلیونه زیات وګړي مرستو ته اړتیا لري.