close

ننګرهار کې یوې ښځې ځان وژنه کړې

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې یوې ۳۰ کلنې ښځې ځان وژنه کړې.

د سیمې یو اوسیدونکي یوسف وویل، چې دغې میرمن تېره ورځ (سې شنبه، ۱ د لړم) د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند «باریکاب» سیمه کې ځان د زندۍ په وسیله وژلی دی.

نوموړی زیاتوي، چې یاده مېرمن په اصل د کونړ ولایت اوسیدونکې وه، خو اوسمهال له خپلې کورنۍ سره په بټي کوټ ولسوالۍ کې اوسیدله.

د سرچینې په خبره یاده پېښه د کورنۍ تاوتریخوالي له کبله رامنځته شوې ده.

ورته مهال ننګرهار د طالبانو امنیې قومندانۍ هم یاده پېښه تایید کړې او ویلي یي دي چې، تر اوسه د دې پېښې لامل او انګېزه نه ده روښانه او دوی یې په اړه پلټنې او څېړنې پېل کړې دي.

له دې څه موده وړاندې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې هم یوې ښځې ځان د توفنګچې په وسیله وژلی و.

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو د ځان‌ وژنې پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې په بدو او کم عمر کې د نجونو ودول، کورنی تاوتریخوالی او اقتصادي ستونزې بلل کېږي.